1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو: امريکا د ايران په وسلو بار يوه کښتۍ ضبط کړې ده

۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر حوثي یاغیانو ته د ایراني وسلو د لیږدونکي کښتۍ د درول کیدو په اړه وویل چې ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز اړوند مقرراتو ته، چې معیاد یي څلور میاشتې وروسته پای ته رسیږي، ژمن نه دی.

https://p.dw.com/p/3f0aK
Symbolbild Mike Pompeo in Afghanistan
انځور: imago images/Xinhua/L. Jie

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو او شریکانو یې حوثي یاغیانو ته د ایراني وسلو لیږدونکي یوه کښتۍ درولې ده. د دغو شریکانو نوم نه دی اخیستل شوی.

د هغه په خبره په دې وسلو کې ۲۰۰ میله آر پي جي، تر ۱۷۰۰ میله ډیر کلاشینکوفونه، ۲۱ له ځمکې څخه هوا او له ځمکې څخه ځمکې ته فیریدونکي توغندي، د ټانګ ضد توغندي او نورې پرمختللې وسلې او توغندي شامل دي.

پمپيو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې ورځې په خبري ناسته کې پر ایران د وسلو بندیز غځول اړين وبلل: «د امنیت شورا باید پر ایران د وسلو بندیز وغځوي او په سیمه کې د شخړو د لا زیاتیدو مخه ونیسي.» نوموړي زیاته کړه: «هیڅوک فکر نه شي کولای چې ایران دې، له ترلاسه شویو وسلو څخه د سوله ایزو اهدافو له پاره استفاده وکړي.»

پمپيو داسې یو کمپاین پر مخ وړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وهڅي، څو پر ایران لګول شوي بندیزونه چې د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې پای ته رسیږي وغځوي.

امریکا چې په ۲۰۱۸م کال کې د ایران له اټومي تړون څخه وتلې ده، په دې ارتباط یي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې ده. پمپيو تیره اونۍ په مستقیم ډول د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه وغوښتل چې پر ایران د وسلو بندیز وغځوي، خو چین او روسیې چې په امنیت شورا کې د ویتو حق لري د دې غوښتنې مخالفت وکړ.

حوثي شعیه یاغیان چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یمن د حکومت پر خلاف چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف له خوا یي ملاتړ کیږي جنګیږي.

پمپيو وویل چې د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش رپوټ تیره اونۍ تائید کړ؛ هغه وسلې چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۹م کال په نوامبر او د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې ضبط کړې وې، «ایراني مبدا» يې درلوده.

امریکا ویلي ول چې دغه وسلې د ایران پورې تعلق لري او ټاکل شوې وه چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورسول شي. د ایران استازو د ګوتېرش رپوټ«غیر دقیق، نیمګړی او ضد و نقیض» بللی دی.

پمپيو همدارنګه د مشهور خبریال هشام الهاشمي چې په عراق کې د ایران د مداخلې مخالف وو ترور ته په اشارې سره وویل: «هغه خپل د وژل کیدو څخه مخکې ورځو کې په وار وار سره د ایران له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو ډلو له خوا ګواښل شوی وو.»

هشام الهاشمي د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۶ نیټه) په بغداد کې له خپل کور څخه د وتلو پر مهال د نقاب لرونکو کسانو په وسیله چې په موټر کې سپاره ول ترور شو.

نوموړي چې په نړیواله کچه هم یو پيژندل شوی ژورنالیست وو، د تندلارو ډلو او په عراق کې د ایران د رول په اړه ډیر شمیر رپوټونه خپاره کړي وو او په عراق کې یې د تندلارو ډلو د فعالیتونو په اړه څیړنې کولې.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز