پرويز مشرف د مرګ په سزا محکوم شو
۱۳۹۸ آذر ۲۶, سهشنبهپه پلازمېنه اسلام آباد کې د یوې ځانګړې محکمې درې قاضیانو دغه پریکړه د څو کلونو د محاکمې د جریان وروسته اعلان کړه. مشرف له ۱۹۹۹م کال څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې په پاکستان کې واکمن وو.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې مشرف چې اوس په دوبۍ کې په تبعید کې ژوند تیروي، په ۱۹۹۹م کال کې د یوې سپينې کودتا په ترڅ کې لومړی وزیر نواز شریف ګوښه کړ او هغه مهال په نړیوال ستیج مشهور شو چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه کې برخه واخیسته.
د پاکستان دغه پخواني مشر په ۲۰۰۷م کال کې اساسي قانون وځنډوه څو جګپوړي قضایي دستګاه تصفیه کړي چې د ده د واکمنۍ پر وړاندې قانوني چلینج غاړې ته کړي.
په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان تر جوړيدو راهیسې په دغه هیواد کې تر نیمایي زیات وخت پوځ واکمني کړې ده. دا لومړی وار دی چې د پاکستان قضا دغه ډول یوه پریکړه کوي.