1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازيول: «د زېهوفر پلان د قانون سره ټکر کي دی»

۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د مهاجرت د مخنيوي په تړاو د کورنیو چارو وزير زېهوفر پلان د قانون ضد بللی. زېهوفر غواړي چي په نورو اروپايي هيوادونو کي ثبت سوي مهاجر آلمان ته نه پرېږدي.

https://p.dw.com/p/2zopa
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
ګيونتر بورکهاردانځور: Imago/J. Heinrich

د پرو ازيول سازمان رئيس ګيونتر بورکهارد د مهاجرت په تړاو د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر پر پلانونو سختي نيوکي کړي دي. زېهوفر غواړي چي د آلمان له پولي څخه لا هغه مهاجر جواب کړي او آلمان ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي څوک چي په نورو اروپايي هيوادونو کي ثبت سوي وي.

ګيونتر بورکهارد د زېهوفر دغه پلان له قانون سره په ټکر کي بللی دی. نوموړي زياته کړې: «که حتی يو څوک د يو واري ردېدلو په خاطر هيواد ته بېرته د داخلېدو اجازه نه لري، خو بايد د مهاجرت اداره يې بيا هم قضيه له سره وارزوي.» ګيونتر بورکهارد دغه څرګندونې د «راينيشه پوست» په نوم ورځپاڼي ته کړي چي په دوسلدورف ښار کي خپريږي.

بورکهارد ويلي دي چي د بېلګي په توګه که يو پناه غوښتونکی د يو ځل ردېدلو او بېرته خپل هيواد ته د تللو څو مياشتي وروسته بيا آلمان ته راسي نو ښايي د پناه غوښتنې نور او نوي دلايل ولري چي بايد وارزول سي. هغه زياته کړې چي که يو څوک افغانستان ته بېرته تللی وي او بيا بېرته آلمان ته راسي نو ممکن ورته د پناه ورکولو نور دلايل رامنځ ته سوي وي. بورکهارد اندېښنه څرګنده کړې چي که د هورست زېهوفر پلان عملي سي نو به پر پولو د پوستکي د رنګ پر اساس د خلکو کنترول زيات سي.

Horst Seehofer und Kanzlerin Merkel
انګلا مېرکل او هورست زېهوفر اختلاف نظر لريانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

په عیني حال کي د آلمان په مرکزي پارلمان بوندستاګ کي له اپوزیسیون څخه د زرغون ګوند رئيس روبېرت هابېک د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د زېهوفر «ماستر پلان» بېروونکی بللی دی. روبېرت هابېک ويلي: «زه فکر کوم چي دلته د داسي حل له پاره هڅه کيږي چي په لبيا کي لوی کمپ جوړ کړل سي. دا خبره زېهوفر پرون د د نورو تر څنګ وکړه.» هابېک وويل چي د زېهوفر دغې څرګندونې ډېر وبېراوه.

په پارلمان کي د زرغون ګوند د فراکسيون مشري کاترين ګيورينګ ایکاردت پر زېهوفر ږغ کړی دی چي خپل «ماستر پلان» پارلمان ته وړاندې کړي. د نوموړي په وينا دا يوه لويه افتضاح ده چي د زېهوفر د ماستر پلان د نقاطو په تړاو هيڅوک معلومات نه لري.

په آلمان کي مسيحي دیموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال دیموکرات ګوندونه ائتلافي حکومت کوي. خو د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال او د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر غواړي چي په صدراعظمې انګلا مېرکل د مهاجرت په تړاو خپل «ماستر پلان» ومني او د دې له پاره يې صدراعظمې ته دوې اونۍ وخت ورکړی دی. صدراعظمه به هڅه کوي چي په دغو دوو اونيو کي د اروپايي ملګرو هيوادونو سره تفاهم ته سره ورسيږي.

زېهوفر ګواښ کړی چي که مېرکل په دغه کار کي ناکامه سي نو به دی د وزير په توګه خپل صلاحيت څخه کار واخلي او په خودسرانه توګه به اړونده قواعد نافذ کړي. په داسي يو صورت کي د مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو ائتلاف او په دې توګه د آلمان ائتلافي حکومت ته ګواښ پېښېدلای سي.