پرو ازول له آلمانه د افغان مهاجرو د اخراج دریدو غوښتنه وکړه
۱۳۹۸ مهر ۵, جمعهله فرانکفورت څخه د جمعې په ورځ (د سپتمبر میاشتې ۲۷مه نیټه) د دې سازمان له خوا د خپرې شوې اعلامیې په حواله د افغانستان وضعیت تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې خراب شوی دی.
د اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې مذاکرات د تعلیق حالت ته راغلي دي او د جګړې اړخونو د یو بل پر وړاندې شدید او پراخ اقدامات کوي او د ملکي وګړو وضعیت ته پام نه کیږي. دې سازمان په خپله اعلامیه کې په وروستیو ورځو کې په لسهاو وژل شویو کسانو ته هم اشاره کړې ده.
د دې سازمان لوړپوړي چارواکي ګونتر یورکهارت، په آلمان کې د مهاجرو د ورځې په مناسبت وویل: «[په آلمان کې] د کورني سیاست پر بنسټ افکار د افغانستان له خونړي واقعیت سره سر نه خوري. د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران باید دا واقعیت په پام کې ونیسي او خپل د پټو سترګو سیاست ته د پای ټکی کیږدي. افغانستان یو امن هیواد نه دی.»
په آلمان کې سږ کال د مهاجرو ورځ د «بشر او حقونه یې یو له بل جلا نه دي» تر شعار لاندې لمانځل کیږي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۲۶۲ زرو ډیر افغانان په دې هیواد کې بېځایه شوي دي. ملګرو ملتونو همداراز ویلي دي چې په جګړې کې بندو پاتو افغانانو ته په سمه توګه ټولنیز خدمتونه هم نه وړاندې کیږي.
(ms/ qn (kna, afp, dpa