«پرو ازول» د افغان مهاجرو پر پلان شوي اخراج نيوکي کړي
۱۳۹۸ شهریور ۵, سهشنبهپه پام کې ده چې له فرانکفورت هوايي ډگر څخه به يو ډله رد شوي افغان پناه غوښتنکي په يوه الوتکه کې بیرته افغانستان ته اخراج شي.
د دغه سازمان له خوا په فرانکفورت کې ويل شوي دي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي وضيعت سخت خراب دی، له دغه هيواد څخه په الوتکو کې ۲۷ وار ډله ایز اخراج ترسره کيږي. زياته شوې ده چې «جگړې او بحران ځپلي» هيواد افغانستان ته دي اخراجونه بالاخره ودرول شي.
ويل شوي چې «تعقيب، ترهگرو بريدونو او داسې جگړې« ته په کتو سره چې غېر متناسبه ده او په ښاري سيمو کې ترسره کيږي، د افغانستان امنيتي وضعه دومره «بې ثباته» ده چې سړی د «خوندي ساحو» خبره نه شي کولی.
د خير ښېگڼې «پاريتېتش» سازمان هم د آلمان د هيسن ایالت له ايالتي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې نور په اخراجونو کې ونډه ونه لري.
د دغه سازمان په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي: «په افغانستان کې يوه اوونۍ هم داسې نه تېريږي چې په بريدونو کې مرگ ژوبله نه وي اوښتي، د هيواد ډېره برخه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او يا پکښې جگړه روانه ده.»
د ټولنې په حواله په تیره بیا بيرته ستانه شوي کسان له ځانگړي گواښ سره مخامخ دي. د خېر ښېگڼې د دغه سازمان د مهاجرو د برخې مسئولې ليه روزنبيرگ خبرداری ورکړې چې اسلامپال دغه ستنېدنه د ناکامۍ په توگه تعبيروي او په آلمان کې د وخت تیرولو له وجې پر دغو کسانو د «غرب د ژوند د طرز» خپلولو شک کوي او هغوی د ځانگړي تعقيب او ځوروني له گواښ سره مخامخ کيږي.
د سه شنبې ماښام له پاره د افغان مهاجرو غورځنگ د فرانکفورت په هوايي ډگر کې د پلان شوي اخراج پر ضد د مظاهرې له پاره د راټوليدو غږ کړی دی. د معلوماتو په حواله پلان شوی ډله ایز اخراج به د فرانکفورت له هوايي ډگره ترسره شي.
BS/NZ (AFP)