1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پرو ازول» افغانستان ته د مهاجرو پر اخراج سختې نیوکې کړي

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازول» افغانستان ته د رد شویو مهاجرو پر ډله ایز اخراج سختې نيوکې کړي. په پام کې ده چې د چهارشنبې په ماښام به نور رد شوي افغانان کابل ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/3SZHb
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: Imago/J. Heinrich

د آلمان د کاتوليکي خبري آژانس «KNA» په حواله د بشري حقونو سازمان «پرو ازول» افغانستان ته مهاجرو د ډله ایز اخراج پر دوام سخته حیرانتيا څرگنده کړې ده. د دغه سازمان مشر گونتر بورکهارد، د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۶ نیټه) په فرانکفورت کې وويل: «د اخراج د دغه پروسې دوام چې په ترڅ کې یې هره میاشت په منظم ډول مهاجر اخرجيږي، سړی سخت حیرانوي.»

د معلوماتو په حواله د چهار شنبې په ورځ هم افغانستان ته د مهاجرو د اخراج له پاره ۲۹م ډله ایز پرواز په نظر کې نيول شوی دی. دا ځل به د رد شويو افغان مهاجرو الوتکه د لايبزيک – هاله له هوايي ډگر څخه کابل ته پرواز وکړي.

یادې ټولنې نيوکه کړې ده چې که څه هم په افغانستان کې تیرې څلورې مياشتې د ملگرو ملتونو د يوناما ماموريت په حواله د تر ټولو «خونړۍ ربع» په توگه يادې شوي، د آلمان حکومت د بريدونو او تاوتريخوالي پر نویو رپوټونو هیڅ غبرگون نه ښيي او دغه جگړه ځپلي هېواد ته یې د مهاجرو استولو لړۍ جاري ساتلې ده.

د ملگرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د وژل شويو او ټپي شويو ملکيانو شمير «يو نوی بعد» خپل کړی دی. د يوناما په حواله د روان کال د جولايي تر سپتمبر میاشتو پورې ۱۱۷۴ کسان وژل شوي او ۳۱۳۹ ټپيان شوي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲ سلنه لوړوالی ښيي.

bs/ms (kna)

زموږ له آرشيف څخه: