1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پراخ نړيوال هکري بريد لا ادامه لري»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۳, شنبه

يوه پراخ نړيوال سايبري بريد د امنيتي چارو کارپوهان په اندېښنه کړي دي. په لسګونو هېوادونو کې د شرکتونو، دولتي ادارو او مشتريانو کمپيوټرونه فلج کړل شوي دي. په لويه بريتانيا کې حتی روغتونونه هم متاثره وو.

https://p.dw.com/p/2cuKP
Symbolbild Hacker -Cyberangriff
انځور: Imago/Reporters

د کمپيوټري چارو د کارپوهانو د څرګندونو په حواله بريد کوونکو له «رانسوم وېر» نومي پروګرام څخه کار اخيستی دی، چې يو ډول د باج اخيستنې ويروس ته وايي کوم چې د کمپيوټري معلوماتو بڼه بدلوي چې يوازې د پيسو په ورکولو سره هغه بېرته عادي حالت ته راوستل کيږي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ د امنيتي شرکت، کاسپېرسکي، کارپوه، کوستين رايو، وايي چې لږ تر لږه ۴۵ زره هکري بريدونه په ۷۴ هېوادونو کې تر سره شوي دي. د «آواست» په نوم امنيتي شرکت په حواله حتی ۷۵ زره بريدونه په ۹۹ هېوادونو کې ثبت شوي دي. د آواست د کارکوونکي، ياکوب کروستېک، په خبره د هکري بريدونو تمرکز اوسمهال په روسيې، اوکراين او تايوان هېوادونو باندې شوی وو.

د بريد ټوله کچه لا معلومه شوې نه ده. د کارپوهانو په خبره دغه مضر کمپيوټري پروګرام په ډېرې چټکتيا سره خپريږي. د «فورس پوينت سېکوريټي لېبس» شرکت په حواله دغه مضر سافت وېر په ساعت کې د تقريبا ۵ ميليونو اي ميليونو په ذريعه لا پسې وړاندې خپريږي. د مضر سافت وېر ډول «وانه کراي» بلل کيږي چې «وانه دې کريپتور» ورته هم ويل کيږي.

پر بريتانوي روغتونونو باندې بريد

دغه سايبري بريد د بريتانيا په روغتونونو او د ډاکترانو په کتنځايونو کې ډېرې ستونزې راټوکولې دي. د «ان ايچ اس» په نوم د عامې روغتيا د معلوماتي ټکنالوژۍ په سيستم کې د ستونزې له کبله بايد په بريتانيا کې امبولانس موټرو نورو کلينيکو ته مخه کړې وای.

ډېر شمېر ناروغان ونه منل شول او غير عاجل طبي عمليات هم وځنډول شول. لږ تر لږه ۲۱ روغتونو د لويو ستونزو څخه خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې صدراعظمه، ترېزا می، وايي چې دغه تاسيسات په هدفمن ډول په نخښه شوي نه دي. می له يوه «نړيوال بريد» څخه خبرې کولې. داسې ښايي چې په ډېر شمېر نورو هېوادونو کې هم ورته بريدونه شوي دي.

په هسپانيا کې مثلا په ډېرو شرکتونو باندې بريدونه شوي دي. يو مثال يې د «او ټو» تلېفونيکا نومی شرکت دی. د دغه شرکت يوه وياند ويلي دي چې په ويروس باندې په اخته شويو کمپيوټرو باندې د «بيټ کوين» ديجيټل پولي واحد په ذريعه د پيسو ورکولو غوښتنه شوې ده څو شرکت ته بيا خپلو برېښنايي معلوماتو ته لاسرسی ورکړل شي. د نورو راپورونو له مخې په استراليا، بلجيم، فرانسه، ايټاليا او مکسيکو کې هم زيان اوښتی دی.

د امريکا په متحده آيالاتو کې د «فېد ايکس» په نوم د توکو د لېږد شرکت له خپلو مشتريانو څخه بخښنه غوښتې ده ځکه چې د هکري بريد په خاطر په سيستم کې ستونزې راټوکېدلې دي. د روسيې د کورنيو چارو په وزارت کې د يوې وياندې په حواله تقريبا زر کمپيوټرونه په نخښه شوي دي.

خو د اينترفکس خبري اژانس د داخلي سرچينو په حواله خبر ورکوي چې د بريد له لارې ديجيټل معلومات له منځه تللي نه دي. د «چېک پوينت سافت وېر» په نوم د اسرائيلي امنيتي شرکت د معلوماتو په حواله په آلمان کې هم هکري بريدونه شوي دي. يو هدف د آلمان د اورګاډو شرکت يا «دويچه بان» وو.

دغه شرکت د شپې له خوا ويلي دي چې «د يوه تروژن پروګرام د بريد د لارې د دويچه بان شرکت د شبکې» په برخه کې ستونزې پيدا شوې دي، خو دا چې د اورګاډو تګ راتګ لا په عادي توګه دوام لري. له دې مخکې په تويتر کې د تمځايونو داسې عکسونه خپاره شوي وو چې د برېښنايي معلوماتي لوحو د پاسه پکې ډېرې ګډې وډې جملې ليدل کېدلې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: