پر کورنيو چارو وزارت يرغل پای ته ورسېد
۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبهد پولیسو په وینا يرغل کوونکو د وزارت په لومړنۍ پوسته کې تر موټر بم چاودنې وروسته د جګړې هڅه وکړه. تر یرغل سملاسي وروسته ځانګړي ځواکونو د پيښې ځای ته ورسیدل.
د فرانسې خبري آژانس د کابل د پولیسو د مشر داود امین، له قوله لیکلي دي: «جګړه پای ته رسیدلې ده، او ټول يرغلگر، امنیتي ځواکونو د لومړۍ او دوهمې دایري تر منځ وژلي دي.» یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تصفیوي عملیات روان دي.
تندلارې ډلې داعش، د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. چارواکي هم په يرغل کې د یاغیانو د شمیر په هکله بیلا بیل ارقام وړاندي کوي. پولیس د وسله والو شمیر د درو او پنځو کسانو تر منځ ښيي او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بیا وایي چې د وسله والو شمیر لس وو.
دانش دا هم ویلي دي چې په يرغل کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل: «وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی». دانش زياته کړه چې ښایي ځینې نورې چاودنې هم وشي، ځکه چې پولیس د يرغلگرو ځانمرګي واسکټونو له منځ وړي.
تر دې دمخه د کورنیو چارو وزارت یوه کارمند نوموړي خبري آژانس ته ویلي ول: «زه په دفتر کې وم، چې د لومړۍ چاودنې غږ مې ووارید او بیا وروسته ډزي وشوې. موږ ته وویل شول چې پر ودانۍ برید شوی او په خپلو دفترو کې پاته شئ.»
پولیسو دا هم ویلي دي چې د کابل په هوایي ډګر کې يي یو موټر چې له چاودیدونکو توکو او وسلو ډک دی موندلی دی. هوایي ډګر د کورنیو چارو وزارت ته څیرمه موقعیت لري.
زموږ له آرشیف څخه: