1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کرزي د بن په کنفرانس کي د طالبانو د نه ګډون له کبله نیوکي شوي

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د آلمان بیلد ورځپاڼي د یوشمیر استخباراتي معلوماتو په حواله لیکلي دي چي متحده ایالاتو پر افغان ولسمشر حامد کرزي نیوکه کړې، چي د افغانستان په هکله د بن په کنفرانس کې یې طالبانو ته ونډه نه ده ورکړي.

https://p.dw.com/p/13Mdm
ولسمشر کرزی د جهادي مشرانو سره
ولسمشر کرزی د جهادي مشرانو سرهانځور: dapd

ورځپاني د استخباراتي معلوماتو له مخي لیکلي دي، چي حامد کرزي فکر کوی چي د طالبانو سره د افغان دولت خبري اتري د واشنگټن په کټه دي نه د افغانستان د حکومت په ګټه.

د بیلد د ورځپاڼي لخوا په ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو کې آن د بن پر لومړي کنفرانس هم نیوکي شوي دي. په دغو معلوماتو کي راغلي چې د بن په لومړي کنفرانس کې یو جانبه عدالت پلې شوی وو.

اوس چې د بن د لومړي کنفرانس څخه لس کاله تیريږي، دغه ښار یو وار بیا د افغانستان په هکله د یو نړیوال کنفرانس کوربه دئ.

افغان چارواکي وایي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولني د تعهد تر لاسه کول د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده. د دې تر څنګ د امنیت د لیږد بهیر او طالبانو سره د سولي خبري اتري هغه موضوعګاني دي، چې د بن په کنفرانس کې به نن خبري ورباندي کیږي.

د بن په کنفرانس کې د طالبانو د استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري نه ګډون د سولي په برخه کې د دغه کنفرانس څخه د لاس ته راوړنو هیلې له منځه وړي دي.

پاکستان د بن کنفرانس وروسته تر هغې بایکاټ کړ، چي تیره اونۍ د ناټو په یوه برید کي د دغه هیواد ۲۴ سرتیري ووژل شول. پاکستان تر دې پیښې وروسته د اعتراض په توګه د ناټو پر قطارونو خپله پوله وتړله، د بن کنفرانس یې بایکاټ کړ او له امریکا څخه یې په دغه هیواد کې د شمسي هوایي اډي د خالي کولو غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندي داسي آوازې وي چي طالبان به د بن په کنفرانس کي د افغان حکومت تر څنګ ګډون وکړي. ویل کیدل چي دغه کار د امریکا متحده ایالاتو په وساطت تر سره کیده.

خو ولسمشر کرزي بیا تل پر دې ټینګار کړی دئ، چې که طالبان غواړي د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي نو باید د افغان حکومت په پلاوي کې دي شامل وي. هغه د یوه مستقل پلاوي په توګه د بن په کنفرانس کې د طالبانو د ګډون مخالف وو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل