1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ځوانانو باندي د ټولنیزو شبکو پټ او ښکاره اغیز

۱۳۹۶ آبان ۲۵, پنجشنبه

ډېر والدین پر خپلو ماشومانو باندي د ټولنیزو شبکو د اغیز په هکله نا خبره دي. په فلوریدا کې يوې څیړونکي ډلې پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو باندي د ټولنیزو شبکو له ناوړو پایلو او خطرونو پرده پورته کړې.

https://p.dw.com/p/2nihu
Symbolbild - Türkische Frauen mit Smartphone
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozoglu

د ډيرو ځوانانو او تنکیو ځوانانو له پاره په ټولنیزو رسنیو کې بې له دایمي حضوره ژوند هیڅ معنی نه لري او د دوی زیاترو ته په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مجازي شخصیت د دوی تر واقعي شخصیت ډیر ارزښت لري. له نړۍ او د خپل چاپیرال له پیښو بې خبره ځوانانو ته په مجازي نړۍ کې د دوی تصویرنه اوس ډیر ارزښت لري. دا اوس یوازي په یوه ټولنه پوري اړه نه لري.

د څیړنې د موندنو پر اساس، تنکي ځوانان په هرو لسو دقیقو کې یووار خپل وټس اپ ته ورځي او په هرو شلو دقیقو کې دوی پر فیسبوک باندي خپل سټیټس یا لیکني تعقیبوي. له دوی څخه بله ټولنیزه شبکه یعني انسټاګرام هم پاته نه وي او په دې شبکه کې هم خپل وضعیت تعقیبوي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا ځوانانو ته د ټولنیزو شبکو زیان او ضرر یوازي د وخت تیرولو او له زده کړو د لیري والي په بیه تمامیږي؟  کارپوهان په دې باور دي چې په ټولنیزو رسنیو کې تر حد ډیر وخت تیرول د دوی د طلايي وخت پر ضایع کیدو سربیره نور ډیر پراخ زیانونه هم لري.

په پوهنتونو کې نوي څانګې او پوهنځي

د ټولنيزو رسنيو تر حد زیات کارده د دې سبب ګرځي چې څیړونکې د دې کار د خرابو عواقبو په هکله تر پخوا ډیر حساس شي. د ځیرک تلیفونونو یا سمارټ فون او یا هم د ټولنیزو رسنیو تر حد زيات کارولو له امله د رامنځ ته کیدونکو احتمالي زیانونو او عواقبو د څیړلو په موخه اوس په ځینو پوهنتونونو کې نوي پوهنځي رامنځ ته شوي دي. له ټولنیزو رسنیو سره ژوند او یا په ټولنیزو رسنیو کې د ژوند زیاتره عواقب او زیانونه لا تر اوسه پوري په کافي اندازه نه دي روښانه شوي.

د ځیرک تلیفونونو ډیر کارول او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د ډیر حضور له امله د انسان د حواسو او یا د دې کار له امله رامنځ ته کیدونکې بدي پایلې کومه نوې موضوع نه ده. خو د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول او خطرونه یې هم تر دغي پدیدې پورې نه محدودیږي.

په ټولنیزو رسنیو روږدېدل

له هغه وخت راهیسې چې ځیرک تلیفونونه د انسان ژوند ته داخل شوي، ښايي ډیري کمې داسې موضوع ګانې ولیدل شي چې د هغه له پاره تلیفوني پروګرامونه یا اپلیکیشنونه نه وي جوړ شوي. له همدې امله ځیرک تلیفونونه اوس د انسان د ژوند یو له مهمو وسایلو څخه دی. دغه څه د ځوانانو په هکه ډیر ریښتیا کیږي او همدغه کار د دې سبب ګرځي چې یو څوک د ځیرک تلیفون او یا ټولنیزو شبکو معتاد شي.

د تلیفون د رامنځ ته کیدو تر ټولو مهم اړخ له نورو خلکو سره د اړیکو ساتل دي. په اوس وخت کې د ټولنیزو شبکو او یا هم د تلیفونونو له لارې له خلکو سره اړیکې نیول تر بل هر وخت ډیر آسانه شوي دي. همدغه موضوع هم د تلیفونونو او یا د ټولنیزو شبکو د معتاد کیدو یو له عواملو څخه دي.

د ټولنیزو شبکو له لارې د اړیکو اصلي او محوري موضوع د تولید او مصرف رابطه ده او دغه تناسب یې څه نا څه ګډوډ کړی دی. د ټولنیزو شبکو کاروونکي د استفادي ترڅنګ کولای شي چې یوه موضوع یا خبر تولید هم کړي. د ځوانانو له لوري د خبرونو او موضوع ګانو تولید په اصل کې د ټولنیزو رسنیو ښکاره او پټو زیانونو ته زمینه برابروي. یو څوک کولای شي چې یوازي په یوه کلیک سره یوه لیکنه، انځور او یا ویډیو نشر کړي. خو ستونزه د انټرنټ حافظه ده او ویل کیږي چې په انټرنټ کې د یوې موضوع تر خپریدو وروسته دغه څه په بشپړه توګه نه له منځه ځي او نه له یاده وځي.

د ځوانانو پر چلن باندي د ټولنیزو شبکو مستقیم اغیز

په فلوریدا کې څیړونکو د سلو ځوانانو څخه تر پوښتنو او سروې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې ټولنیزي شبکې له دوو لارو کولی شي چې د ځوانانو پر چلن باندې اغیز وکړي. په ټولنیزو شبکو کې د ځوانانو د وخت د تیرولو اندازه ممکن د دې سبب وګرځي چې همدغه کسان پر نورو موضوع ګانو سربیره ان د دوی په تحصیل، له والدینو، خپلوانو او ان دوستانو سره د دوی پر اړیکو او چلن او یا ځینو نورو مهمو موضوع ګانو ته کافي وخت ور نه کړي. دغه راز کارونه د دې سبب هم ګرځي چې د ځوانانو په شخصیت او د دوی په چلن کې پراخ توپير راشي. پر دې سربیره کارپوهان په دې باور دي چې د ټولنیزو شبکو ډیر کارول ممکن د یو کس پر روح او روان او ان شخصي ژوند باندي ډیر ژور تاثیرات ولري.

د والدینو او استادانو مسئولیت

تر هغه پوري چې والدین د خپلو ماشومانو په ژوند باندې د ټولنیزو شبکو او یا ځیرک تلیفونونو د رول او ارزښت په هکله ونه پوهیږي، دوی کولای نه شي چې خپلو ماشومانو او اولادونو ته د ټولنیزو شبکو له امله د ممکنه رامنځ ته کیدونکو خطرونو او ناوړه پایلو په هکله معلومات ورکړي او یا دوی ته د ټولنیزو شبکو د سمي کارونې په هکله لارښووني وکړي. د دې کار له پاره والدین باید په ټولنیزو شبکو کې حضور ولري او د دې شبکو ظرفیت، رول او له امکاناتو ځانونه خبر کړي.

ښوونکي هم کولای شي چې د ټولنیزو شبکو د ممکنه خطرونو او بدو عواقبو په هکله ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دې برخه کې مهم رول لري. دلته موضوع د ټولنیزو شبکو د کارولو منع کول نه دي، بلکي موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د حضور له امله د خطرونه او بد عواقب دي. له ځوانانو سره د ټولنیزو شبکو د خطرونو او بدو پایلو په هکله خلاصي خبرې کولی شي چې په دې مجازي نړۍ کې د دوی د پراخ حضور او فعالیتونو مخنیوی وکړي.

زموږ له ارشيف څخه: