1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پاکستان د ترمپ نیوکې او د عمران خان غبرګون

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر پاکستان بیا سختي نیوکې کړي دي. هغه ویلي دي چې پاکستان د میلیاردونو ډالرو پر ترلاسه کولو سربیره هیڅ نه دي کړي. خو د پاکستان لومړي وزیر د هغه نیوکي رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/38YmV
Bildkombo Donald Trump und Imran Khan

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «...موږ نور پاکستان ته په میلیاردونو ډالر نه ورکوو، ځکه چې هغوی له موږ پيسي اخلي او هیڅ څه نه کوي، اسامه بن لادن یې غوره بیلګه ده، افغانستان یې بل مثال دی.» ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې ویلي دي چې پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له دوی پیسي اخلي او په بدل کې یي متحده ایالاتو ته هیڅ نه ورکوي، دا پای مومي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د دغه ټویټ په ځواب کې ویلي دي چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف نړیواله جګړه کې د ورګډیدو له کبله دروند تاوان ورکړی دی: «په دغه جګړه کې ۷۵ زره پاکستانیان وژل شوي او اقتصاد ته یي ۱۲۳ میلیارده تاوان اوښتی او د امریکا مرسته یوازې شل میلیارده ډالره وه.»

د متحده ایالاتو ولسمشر له فوکس نیوز، سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان د متحده ایالاتو له پاره «هیڅ» څه نه دي کړي. متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې له پاکستانه غواړي چې یاغیان وځپي.

عمران خان د ټویټر په پیغام کې ليکلي دي چې د خپلې ناکامۍ د پړې اچولو پر ځای «متحده ایالات باید جدي ارزونه وکړي چې د ناټو د ۱۴۰ زرو او د ۲۵۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو او د افغانستان پر جګړې د یو تریلیون ډالرو د لګیدو سربیره طالبان د پخوا په پرتله پیاوړي دي.»

عمران خان دې ته په اشارې سره چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته اکمالاتې مسیر برابروي ویلي دي چې «آیا ښاغلي ترمپ د بل کوم متحد نوم یادولی شي چې دومره قربانۍ یي ورکړې وي؟»

تر دې دمخه له فوکس نیوز، سره په مرکه کې دونالد ترمپ ویلي ول چې د القاعدې ترهګرې شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن، په پاکستان کې د یوې پوځي اکاډمۍ تر څنګ ژوند کاوه او «په پاکستان کې پرې ټول خبر وو چې هلته ژوند کوي.»

بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو په عملیات کې د ایبټ آباد په سیمه کې ووژل شو. د بن لادن د وژل کیدو موضوع د دواړو هیوادونو اړیکي لا پسې ترینګلې کړې.