پر ټاکنو بریدونو تر اوسه پورې لږ تر لږه دوه تنه وژلي
۱۳۹۸ مهر ۶, شنبهد ننګرهار د ولایتي شورا غړي سحراب قادري، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په سرخ رود ولسوالۍ کې په یوه ټاکنیز مرکز کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په کندهار ولایت کې هم د رایي اچوونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۵ تنه ټپیان شوي. د دې ولایت د پولیسو یوه چارواکي محمد قاسم ازاد، ویلي دي چې د ټپیانو په ډله کې یو پولیس هم شامل دی.
د آزاد په خبره چاودیدونکي مواد د هغه مسجد په «لاوډ سپیکر» کې ځای پر ځای شوي وو چې د رای اچوونې مرکز په توګه ترې کار اخیستل کیده.
په کندز کې هم پر ټاکنیز بهیر باندې برید شوي دی چې د ولایتي شورا د غړو په حواله یې په پایله کې لږ تر لږه یو ټاکنیز څارونکی وژل شوی. د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو پر کندز ښار باندې د سهار په څلورو بجو توغندي وتوغول.
په کابل کې هم ځینې امنیتي پیښې رامنځ ته شوي دي خو لا تر اوسه پورې یې په اړه معلومات نه شته.
(ms/kh (dpa