1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې پر هرات د ایران وارداتي برېښنا کمه شوې؟

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

پر هرات د ایران وارداتي برېښنا د کمښت له امله د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې زياتره فابريکو خپل توليدات کم کړي. د برېښنا د کمښت له کبله ځايي اوسېدونکو ته هم مالي زيانونه اوښتي دي. خو پر هرات د برېښنا د کميدو علت څه دی؟

https://p.dw.com/p/469EK
Tadschikistan: Strom für Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر چارواکي وايي، له ایرانه د برېښنا د وارداتو په کمېدو سره د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ډېرو فابریکو تولیدات له ستونزو سره مخ شوې.

د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ غړی زلمی سعیدي وايي چې وروسته له هغه چې په هرات کي د ایران وارداتي برېښنا کمه شوې، په صنعتي ښارګوټي کي ګڼ شمیر مشکلات رامنځ ته شول. نوموړی زياتوي: »زموږ ډېری د پلاستیکي او خوراکي توکیو فابریکې ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دې ستونزې زموږ د تولیداتو اندازه کمه کړې او پر کیفیت ېې منفي اغېز کړې ده»

په روانه اونۍ کي له ایران څخه هرات ته د ۷۰ میګاواټه وارداتي بریښنا ۳۰ میګاواټه کمه سوې ده.

سعیدي له مسوولینو وغوښتل چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبري وکړي، څو د برېښنا د کمښت ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

 د هرات يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د برېښنا له نشتوالي اندېښنه ښوولې ده.

د هرات اوسېدونکی نثار احمد وايي، د برېښنا د پرې کېدو له امله د دوی د کور ډېر برېښنايي وسایل سوځېدلي دي. هغه وويل: «زموږ په کور کې زياتره برقي وسایل د برییښنا د کم ولټاژ يا د بريښنا د پرچاوۍ له امله سوځيدلي دي او په دې برخه کې ماته شاوخوا ٧٠ زره افغانۍ زيان اوښتی دی.« نوموړی وايي چې د دې ډول بریښنا تر ګټي یې زیان ډیر دی.

په همدې حال کې د هرات د برېښنا ریاست سرپرست ملا خیرمحمد معراج دویچه ویله سره خبرو کي وویل چې ایران په ژمي کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته د برېښنا واردات محدود کړي دي.

برېښنا شرکت: ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

نوموړي زياته کړې: «دا ستونزه به ژر حل سي. پرون د هرات والي د ایران له جنرال قونسل سره خبرې وکړې او ایراني لوري ژمنه وکړه چې د وارداتي برېښنا د کمښت په برخه کې به یاده ستونزه هواره کړي»

 د ویلو ده چې د افغانستان په لوېديځ کې د هرات برېښنا له دوو ګاونډيو هېوادونو ترکمنستان او ايران څخه تمویلیږی چې هرات هر کال له ترکمنستان څخه ۴۰۰ میلیونه کیلو واټه او له ایران څخه هر کال ۹۰۰ میلیونه کیلو واټه بریښنا واردوي.  په ټولیز ډول دغه ولایت ۱۹۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

زموږ له آرشيف څخه: