1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مکرون باندې هکرانو بريد کړی دی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د فرانسې ولسمشرۍ ته له ولاړ کانديد، امانويل مکرون، څخه ډېر شمېر حساس اسناد غلا شوي چې اوس په انترنېټ کې هم خپاره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې سبا د ولسمشريزو انتخاباتو دويم پړاو صورت نيسي.

https://p.dw.com/p/2cWIP
Emmanuel Macron
انځور: Reuters/R. Duvignau

د کيڼ ليبرال کانديد، امانويل مکرون، انتخاباتي ټيم ويلي دي چې د دوی په زرګونو «اصلي سندونه» له نورو جعلي اسنادو سره يو ځای په انترنېټ کې خپاره شوي دي. په دې ترتيب ښايي ټاکل شوې وه چې د ياد کانديد په هکله غلط خبرونه خپاره شي. د مکرون ټاکنيز ټيم زياته کړې ده چې دا «يوه جدي پېښه» ده چې په حواله يې بايد هسې ونه زغمل شي ځکه چې هغه د دوی په خبره دموکراسۍ ته زيان رسوي.

همدا اوس په ډاګه شوي هکري يا نترنېټي بريدونه د مخکښ کانديد، مکرون، د «ان مارش» خوځښت د څرګندونو له مخې يو څو اوونۍ پخوا تر سره شوي ول. د تر اوسه نامعلومو هکرانو هدفونه برېښناليکونه، تړونونه او نور داخلي اسناد ول چې همدا اوس په انرنېټ کې خپاره شوي دي.

په فرانسه کې د ولسمشريزو انتخاباتو د څار دولتي سازمان رسنيو ته خبرداری ورکړی دی چې د امانويل مکرون د سياسي ډلې د هک شوو اسنادو له خپرولو څخه دې صرف نظر وکړي. د انتخاباتي مبارزې د څار ملي کميسيون د شنبې په سهار په خپله ويبپاڼه کې ليکلي دي چې د خلطو خبرونو خپرول ښايي جزايي تعقيب له ځانه سره ولري.

دغه کميسيون دا هم ويلي دي چې د جمعې په ورځ د مکرون د «ان مارش» غورځنګ له خوا ورته د هکري بريد په هکله خبرتيا ورکړل شوې وه. د خبرداري سربېره، افشا کوونکې صفحې ويکي ليکس دغه اسناد په خپله ويبپاڼه کې خپاره کړي دي. دغه خبره د «زويد دويچه څايتونګ» ورځپاڼې د شبنې ورځې په ګڼه کې راوستې ده. د ويکي ليکس په قول دا يوه «پراخه» افشاګري ده چې د هجم له مخې داسې لويه ده چې هيچا سل په سلو کې په جعلي ډول نه شوای هسې شکل ورکولای. ويکي ليکس دغه خبر د تويتر د لارې خپور کړی دی.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت تر اوسه پورې د دغو پېښو په هکله څه نه دي ويلي. په خبره يې د قانون له مخې منع ده چې له انتخاباتو مخکې داسې څرګندونې وشي چې ښايي د انتخاباتو پر پايله باندې تاثيرات ولري.

د انتخاباتي کمپاين پر کارکوونکو باندې بريدونه

د «پراخو او همغږي» شوو بريدونو تر شا کارپوهان د «پاون ستورم» په نوم د ډلې د مجرمو کمپيوټري متخصصينو لاس بولي. د معلوماتي ټکنالوژۍ د يوې کمپنۍ په حواله په تېرو څو اوونيو کې هغوی هڅه کړې وه چې د انتخاباتي مبارزې د کارکوونکو و شبکو ته ورداخل شي.

د مکرون کارکوونکي د جعلي برېښناليکونو د لارې ښايي دې ته راوستل شوي وي څو خپلو کمپيوټرونو ته مضر سافت وېر راکښته کړي چې د ننوتلو مستعار نومونه او پاسورډونه په لاس ورکوي. «پاون ستورم» د سايبري جاسوسۍ يوه تر ټولو پخوانۍ ډله ده چې کارپوهان ورته د مختلفو نومونو لاندې، لکه «فېنسي بېر»، «اپت ۲۸» او «سترونسيوم» د روسيې د «جي ار يو» په نوم پوځي څارګرې ادارې سره ربط ورکوي.

د کمپيوټرونو کارپوه، فايکه هېکبورد، چې د ترېند ميکرو په نوم په امنيتي شرکت پورې اړه لري، په اپريل مياشت کې ويلي وو چې د مکرون پر ډلې باندې د بريد په څېر په ورته تخنيک، هکرانو د امريکا متحده آيالاتو په ولسمشريزو ټاکنو کې د هيلري کلينټن او همداراز د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند کمپيوټرونو ته په پټه لاره موندلې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2017):