1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مهاجرو حمله کوونکی آلمانی په بند محکوم شو

۱۳۹۷ آبان ۱۰, پنجشنبه

يو۷۰ کلن آلمانی چې پر پنځو مهاجرو يې د چړې حمله کړې وه، په پنځه کاله بند محکوم شو. په دغې حمله کې يو افغان، يو عراقی او یو سوریایی مهاجر ټپيان شوي ول.

https://p.dw.com/p/37Vxa
Gerichtshammer
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د آلمان د شمالي ايالت، بادن وورتمبرګ د هایلبرون ښار محکمې، يو۷۰ کلن آلمانی د مهاجرو د وژلو په موخه د يوې پلان شوې حملې په برخه کې په پنځه کال بند محکوم کړ.

دغه کس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۳۱مه) په درو تورونو د محکمې له خوا مجرم وپيژاندل شو.

مجرم اعتراف کړی دی چې د فبرورۍ مياشتې پر ۱۷مه يې په هايلبرون ښار کې په يوې چړې سره، پر څلورو ځوانانو چې ګومان کيدی مهاجر به ول، حمله کړې وه. د محکمې دغه حکم لا تر اوسه د اجرا وړ نه دی.

هغه مهال د دغه سړي په حمله کې يو ۱۷ کلن افغان سخت ټپي شوی وو همدا ډول يو ۲۵ کلن عراقی او يو ۱۹ کلن سوريايي مهاجر برسيرن ټپيان شوي ول. څلورم کس په دې توانيدلی وو چې له حملې څخه ځان روغ وباسي.

مجرم د نیولو پر وخت ويلي ول چې پر مهاجرو يې ځکه حمله کړې، څو په دې سره يې له مهاجرو سره د آلمان د حکومت د مهاجرت سياست پر وړاندې خپل غبرګون ښکاره کړی وي.

يو متخصص چې د تورن د وضعيت څيړنه يې کړې ده، ويلي دي چې دغه ۷۰ کلن کس پر مهاجرو د حملې کولو پر وخت د الکهولو تر سخت فشار لاندي او ناروغ هم وو او د حملې پر وخت يې بشپړ باخبره فکري حالت نه درلود. د دغه متخصص په وينا دغه ډول يو حالت د شخص د ملامتۍ کچه ټيټوي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: