1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر لویو لارو د سرعت محدودول ژوند ژغوري»

۱۳۹۷ بهمن ۵, جمعه

د آلمان پر لویو لارو باندې د سرعت محدودولو وړاندیز دغه هیواد ویشلی دی. په آلمان کې که څه هم پر لویو لارو د سرعت له محدودولو سره مخالفت موجود دی، خو د دغه هیواد د پولیسو ټولنې ویلي دي چې اوس وخت رارسیدلی دی چې سرعت لږ شي.

https://p.dw.com/p/3C9w5
Deutschland 130 KmhTempolimit
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

په داسې حال کې چې د آلمان د لویو لارو په ځينو برخو کې د موټرو د سرعت له پاره حد نه دی ټاکل شوی، د دې هیواد د پولیسو د ټولنې مرستیال میشایل میرټن د جمعې په ورځ د زود دویچه څایتونګ په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې پر لویو لارو باندي د سرعت د محدودولو د وړاندیز ملاتړ وکړي. نوموړي ویلي دي چې اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې سرعت کم شي.

د آلمان لویې لارې په ټوله نړۍ کې د نامحدود سرعت له کبله شهرت لري. له زود دویچه څایتونګ سره په مرکه کې د آلمان د پولیسو د ټولنې مرستیال وویل چې په ټوله اروپا کې آلمان یوازنی هیواد دی چې پر لویو لارو د سرعت حد نه لري.

د نوموړي په وینا ځینې کسان په ساعت کې له ۲۰۰ نه نیولې تر ۲۵۰ کیلومتره چټک موټر چلوي چې دا کار په وضاحت سره لیونتوب دی. میرټن چې پر لویو لارو په ساعت کې د ۱۳۰ کلیومتره سرعت د وړاندیز ملاتړ کوي وویل چې پر لویو لارو باندې د سرعت په محدودولو سره پر لویو لارو له هرو څلورو مرګونو څخه د مرګ د یوې پیښې مخنیوی کیدلی شي.

Deutschland Stau auf der Autobahn
انځور: Imago/Joko

د آلمان حکومت په دې وروستیو کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې له پاره یو لړ وړاندیزونو کړي دي. په دې وړاندیزونو کې د دې هیواد پر لویو لارو باندې د سرعت محدودول هم شامل دي چې په پایله کې یې آلمان غواړي د هوا د لا ډیري ککړتیا مخه ونیسي.

د دې ټولو باوجود، د آلمان د ترانسپورت وزیر اندریاس شویر بیا له دغه وړاندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی. شویر په روانه اونۍ کې ویلي چې د سرعت د محدودولو نظریه له «ټولو عامه برداشتونو» سره په ټکر کې ده. بل لوري ته بیا په آلمان کې د زرغون ګوند غړي جیم اوزدیمیر، د حکومت د وړاندیز ننګه کړې ده. نوموړي ویلي دي چې د سرعت محدودول د علت له پاره د یوه اقدام استازیتوب کوي.

د آلمان په نورو ګاونډیو هیوادونو لکه ډنمارک، اتریش، هالند، فراسنه او په چیک جمهوريت کې پر لویو لارو باندې مجاز سرعت په ساعت کې ۱۳۰ کیومتره ټاکل شوی دی. په بلجیم او سویس کې بیا دغه حد په ساعت کې ان ۱۲۰ کیلومتره ټاکل شوی دی. ټاکل شوې ده چې د مارچ میاشتې تر پایه پورې به د سرعت د حد ټاکلو پر دغه وړاندیز نهايي پریکړه وشي.