1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«پر عاشورا مراسمو ۲۶ تورن بريدگر مو نیولي دي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې افسرانو يې د داعش ډلې ۲۶ شکمن غړي نیولي دي. د ملي امنیت په وینا دوی پلان درلود چې د عاشورا په مراسمو کې پر شعیه مسلمانانو برید وکړي.

https://p.dw.com/p/356Ya
Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د ملي امنیت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه شمیر یاغیان د دوی د ډلې د مشر په شمول په پلازمېنه کابل کې د بیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د داعش څانګې د ټول افغانستان په کچه او په ځانګړې توګه په کابل کې د لږکیو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې داعش ترهګرې ډلې د کابل په یوه شیعه میشته سیمه کې دوه غبرګې چاودنې وکړې چې له کبله یې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول. دغه برید په کابل کې د پهلوانۍ پر یوه مرکز شوی وو چې له کبله یې لږ تر لږه ۸۹ تنه نور ټپیان شوي وو.

په عین حال کې له ۲۰۱۴م کال راهیسې هغه مهال چې ناټو او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورسوو، افغان امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش ډلې د جنګیالیو په ګډون له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.