1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوريې د اسرائيلو د يرغلونو په اړه اندېښنې

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

ملگروملتونو پر دمشق د اسرائیلي بریدونو په غبرگون کې پر دواړو خواو ږغ کړی دی چې مسئولانه عمل وکړې او د حالاتو د لا خرابیدو مخه ونیسي. له بلې خوا د یاغیانو له خوا د کیمیاوې وسلو د استعمال په هکله ځیني شواهد ترلاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/18Sqw
In this still image taken from video footage by Lebanon's Al Manar TV, affiliated with Hezbollah, smoke rises from what is purportedly an ammunition depot following an air strike in Dimas May 5, 2013. Israel carried out its second air strike in days on Syria early on Sunday, a Western intelligence source said, in an attack that shook Damascus with a series of powerful blasts and drove columns of fire into the night sky. Israel declined comment but Syria accused the Jewish state of striking a military facility just north of the capital - one which its jets had first targeted three months ago. REUTERS/Al Manar TV/Handout via Reuters Tv (SYRIA - Tags: CONFLICT) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. NO SALES. NO ARCHIVES. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. LEBANON OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN LEBANON
Syrien Explosion Damaskus Luftangriffانځور: Reuters

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چي د شنبې او يکشنبې په ورځو ترسره شوي بریدونه د سوريې له کورنۍ جکړې سره هیڅ ډول ارتباط نه درلود، بلکي په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلي وسلې په نخښه شوي دي.

د سوريې حکومت ویلي دي چې اسرائیلو په خپلو دغو بریدونو سره له القاعدې ډلي سره د تړاو لرونکو تندلارو سره يې مرسته کړې ده.

ایران هم د اسرائیلو او لوېدیځو هیوادونو دغه تورونه رد کړي دي چې گويا په لبنان کې د حزب الله ملېشې ته وسلې ورکوي.

د رویترز خبري اژانس په حواله که څه هم د دمشق حکومت له ډیري تندي لهجې څخه کار اخستی دی، خو بیا هم د تل ابیب حکومت په دې ډاډه دی چې د سوريې حکومت به په دې اړه فکر هم ونه کړي، چي د دغو بریدونو جواب له پوځي لاري ورکړي. ځکه د هغوی په آند د سوريې حکومت د خپل بقا له پاره په کورني جنگ کي ښکېل دی.

د ملکرومتلونو عمومي منشې بان کي مون د حالاتو باریکۍ ته په کتو سره پر دواړو خواوو ټینگار کړی دی چې د وضعي د لا خرابېدو مخه ونیسي.

په عربي نړۍ کې تر ټولو گڼ میشته هیواد مصر چې د سوريې د واکمن بشارالاسد سره کومه همدردي هم نه لري، د سوريې پر خاوره اسرائیلي يرغلونه غندلي دي او دا يې د ملگروملتو د قوانیونو خلاف کار بللی دی.

له بلي خوا د امریکا متحده ایالاتو سناتور جان میک کین هم ویلې دي چې پر سوريې د اسرائیلو د يرغل له کبله پر ولسمشر اوباما هم فشار ډيریدلای شي چي د سوريې په مسئله کې مداخله وکړي.

امریکايي استخباراتي ادارې ویلي دي چې اسرائیلو پر سوريې د يرغل کولو دمخه واشنگتن نه دی خبر کړی. د رویترز خبري آژانس د امریکايي استخباراتو په حواله لیکي چې دوی وروسته له هغه خبر شول، چي اسرائیلي الوتکو د سوريي په خاوره کي پر هدفونو بمبار وکړ.

په همدې منځ کي د ملگروملتو څارونکي ډلي د سوريې په کړکېچ کي د یاغیانو له خوا د اعصاب فلجوونکي زهري گاز د استعمال په اړه له زیانمن شوو کسانو څخه شواهد را ټول کړي دي.

په سوريه کې د ملگروملتو د تحقیقاتي ډلي غړي کارلاډیل پونټي، ویلي دي چي په دغه هیواد کې د اعصابو د فلجونکي گاز په هکله چې کوم گومانونه کیدل په ظاهره کې هغه نه رديږي.

د پونټي په خبره د سوريې په گاونډيو هیوادونو کې د کډوالو او روغتيايي کارونکو څخه په دې هکله شواهد او معلومات راټول شوې دي.

د سوريي د حکومت له خوا د احتمالي کیمیاوي وسلو د استعمال په هکله تر اوسه پورې شواهد نه دي ترلاسه شوې. د سوريې رژیم مخالفین او پوځ یو پر بل تور لگوي چي د حمص، حلب، او دمشق په ښارونو کې يې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.

د کیمیاوي وسلو دغه بریدونه د روان کال په مارچ میاشت کې ترسره شوي دي. د نړیوالو قوانیونو پر اساس د جگړې پر مهال د کیمیاوي وسلو پر استعمال بندیز لگول شوی دی.