1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ایران باندي د امریکا پر بندیزو سربیره د تیلو بيي رالویدلي

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ پر ایران باندي د امریکا د اقتصادي بندیزونو پر پیلیدو سربیره په بازارونو کي د تیلو بيي راولویدلي. جمهور رييس حسن روحاني، هم ویلي چي هیواد به یې د خپلو نفتو خرڅلاو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/37fRV
Abstieg der Ölpreise
انځور: picture alliance/empics/N. Ansell

د ایران جمهور رییس حسن روحاني د دوشنبي په ورځ له اقتصادپوهانو سره د یوې لیدني لیدني پر مهال دغه څرګندوني وکړي. د ایران دولتي تلویزویون دغه خبري خپري کړي دي. د روحاني په خبره امريکا متحده ايالات غواړي چي «د ایران د تیلو خرڅلاو صفر ته ورسوي خو موږ به پر نوو بندیزونو سربیره خپل د تیلو خرڅلاو ته ادامه ورکړو.»

د امریکا د اقتصادي تعزیراتو اوسنۍ دویمه مرحله چي د دوشنبي په ورځ پیل سوه، د ایران د تیلو صادراتو او مالي سکتور ته متوجه ده. د ايران ۸۰ فیصده دولتي عايدات د تیلو له خرڅلاو څخه ترلاسه کیږي او دغه هیواد ډیر سخت د تیلو په صادراتو باندي تړلی دی.

د امریکا د اقتصادي تعزیراتو لومړۍ مرحله د همدې عیسوي کال د اگست پر شپږمه نیټه پیل سوې وه . تر هغه وروسته ډالرو ته د ایران لاسرسي هم ډیره محدوده سوه.

Saudi Arabien Ölraffinerie bei Dhahran
انځور: picture-alliance/epa

د ايران مهمي صنایع لکه د موټر تولیدات او د غالیو فابریکې تر بندیزونو لاندي راغلي دي. د دغه هیواد پر مسافر وړونکو الوتکو او یا د هغو د سامان آلاتو پر وارداتو باندي هم سخت محدودیتونه وضع سوي دي. د همدغو تعزیرات په نتیجه کي د ایراني ریال ارزښت ډیر رالویدلي او په همدې کال کي یې لا ۷۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی.

خو پر نویو تعزیراتو سربیره هم د دوشنبې په ورځ په بازارونو کي د تیلو بيي راولویدلي او یو بیرل تیل په ۷۲،۵۴ ډالره وپلورل سول. دا تر تیري جمعې ورځي په پرتله ۲۹ سنټه کمه بیه ده. کارپوهان د دې کار دلیل هغه استثناوي بولي چي امريکا متحده ايالات پر ایران باندې د بندیزونو په برخه کې ځینو هیوادونو ته قایل سوي دي.

هندوستان، چین، سویلي کوریا، جاپان او ترکیه هغه هیوادونه دي چي کولای سي پر بندیزونو سربیره له ایران څخه اومه تیل وارد کړي. خو د اروپايي ټولني غړي هیوادونه بیا د دې برعکس نه سي کولای د ایران څخه تیل راوارد کړي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 15.07.2015)