1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراین د روسيې يرغل ته نړیوال غبرګونونه

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

جاپان، هسپانيا او ايټالیا هم پر اوکراین باندې د روسيې حمله غندلې ده. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر اوکراین باندې حمله د «اروپا له پاره توره ورځ» بللې ده. بایدن ويلي د «نړۍ دعاکونکي» له اوکراین سره دي.

https://p.dw.com/p/47Wky
Brüssel Treffen NATO-Verteidigungsminister
انځور: NATO

روسيې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر اوکراين د حملې څخه خبر ورکړ. د روسيې ولسمشر  ولاديمیر پوتين، ويلي دي چې د ناټو لا ډېره پراختیا او د اوکراین له قلمرو څخه د دغه سازمان استفاده د منلو وړ نه ده.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو د روسيې پر دغه اقدام فوري غبرګونونه وښودل.

ناټو

د شمالي انتلانتيک تړون د غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن په بروکسل کې اضطراري غونډه پیلوي. د ناټو سر منشي، ينس ستولتنبرګ، پر اوکراين د روسيې حمله غندلې. هغه دغه حمله یو «ګستاخانه عمل او د نړیوالو حقونو ښکاره نقض» بللی دی. ستولتنبرګ پر خپل ټويټر ليکلي دي چې دغه حمله د اروپا امنيت ګواښي.

متحده ایالات

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بايدن، خپل اوکرايني سیال، ولاديمیز زيلنسکي سره خبرې کړي دي. هغه په دغو خبرو کې د روسيې «بې دلیله او غیر موجه» حمله غندلې ده. بایدن زيلنسکي ته د روسيې پر ضد د متحده ایالاتو او د هغه د متحدانو له لوري د پلان شوو اقداماتو ډاډ ورکړی دی چې په هغو کې پر روسيې باندې د «سختو تحریمونو» خبره هم شامله ده.

جو بایدن ويلي دي: «د نړۍ دعاکوونکي» له اوکراین سره دي. هغه ويلي دي چې دا پر اوکراین د روسيې د حملې پیل دی.

Russland TV Ansprache Putin Militäroperation Ukraine
پوتين ويلي دي چې د ناټو لا ډېره پراختیا او د اوکراین له قلمرو څخه د دغه سازمان استفاده د منلو وړ نه دهانځور: Kremlin/AFP

د اوکراین د بهرنيو چارو وزير دا یوه پرخاشګره جګړه بللې ده او ويلي ېې دي چې اوکراین به له خپل ځانه دفاع وکړي او ګټونکی به وي.

بریتانيا

د آلمان صدراعظم بیا د اروپا له پاره د «تورې ورځې» یادونه کړې ده. هغه پر اوکراین باندې د روسيې حمله د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وباله چې له «هيڅ شي سره د توجیه وړ» نه ده.

شولتڅ وويل چې روسیه باید فورا دغه پوځي اقدام متوقف کړي. آلمان او ترکيې په اوکراین کې خپلو میشتو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په امن ځایونو کې پاتې شي.

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزيرې، لیز تراس، پر خپل ټويټر دغه حمله «وحشتناکه» بللې او ټينګار يې کړی چې بریتانيا به «د دغه وحشتناک یرغلیز اقدام د ځواب له پاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره» اقدام وکړي.

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتوني ګوتریش پر اوکراین د روسيې حمله د خپل پنځه کلن ماموریت په جریان کې «تر ټولو غمجنه صحنه» بللې ده. ګوتریش ويلي دي چې له پوتين څخه يې د روسي ځواکونو د درولو غوښتنه کړې وه. ګوتریش د امنیت شورا عاجله غونډه پرانیستې ده. دغه غونډه له پوتين څخه د دغې غوښتنې په نوم ده: «د انسانیت په نوم، خپل ځواکونه بیرته روسيې ته راوله.»

چين

USA Ukraine-Russland-Konflikt | Präsident Biden
بایدن ويلي د «نړۍ دعاکونکي» له اوکراین سره دي انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

چین بیا په اوکراین کې میشتو خلکو ته سپارښتنه کړې چې پوځي روانو اقداماتو ته په کتو، په خپلو کورنو کې پاتې شي. اما چين د روسي ځواکونو په اړه څه نه دي ويلي. دغه سپارښتنه په کیف کې د چین سفارت د پنجشنبې په ورځ خپل د ټولنیزو رسنیو له لارې خپره کړې ده. په دغې اعلاميه کې ويل شوي دي: «ټولنیز نظم ناوړه او له کنټروله وتلی دی»، په ځانګړې توګه هغو ښاورنو کې چې نارامي موجوده ده.

جاپان

د اسوشتید پریس په حواله، د جاپان صدراعظم، فومیو کيشیدا، پر اوکراین د روسيې پوځي حملې په غندلو سره ويلي دي چې هیواد به ېې د روسيې دغه اقدام ته له امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدانو سره په همغږۍ چټک ځواب ورکړي.

کيشیدا په توکیو کې خپل رسمي هستوګنځي کې وويل: «د روسيې يرغل نړیوال نظم له خطر سره مخ کوي... موږ روسیه په پوره قوت سره محکومه کوو. موږ به له امریکا متحده ایالاتو او نورو لويديځو هیوادونو سره په همغږۍ چټک ځواب ورکړو.»

متحده ایالات، هسپانيا، فرانسه، استراليا او ايټالیا هم د هغو هیوادونو له ډلې دي چې پر اوکراین د روسيې حمله يې غندلې او د هغې له سختو عواقبو څخه ېې خبرداری ورکړی دی.

سويډن

د سويډن دفاع وزارت ويلي دي چې غواړي له اوکراین سره هم په اقتصادي او هم د موادو په برخه کې مرسته وکړي.

کاناډا

کاناډا هم دغه حمله محکومه کړې او روسيه يې په شدیدو تحریمونو ګواښلې ده. د کاناډا صدراعظم، جستین ترودو ویلي دي: «د روسيې اقدامات به جدي عواقب له ځانه سره ولري.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ به له ناټو او خپلو متحدانو په نژدې او چټکو همکاريو سره د دغو بې پروا او خطرناکو اقداماتو پر وړاندې مشترک ځواب ته ادامه ورکړو.»

Ukraine russischer Militäreinsatz in Ostukraine | Geldautomat Lviv
اوکراین - خلک د پيسو د رايستلو په موخه د بانکونو مخې ته په اوږدو لیکو کې ولاړ ديانځور: Kunihiko Miura/AP Photo/picture alliance

د یوه تازه رپوټ له مخې، روسيي ځواکونه له ټولو استقامتونو اوکراين ته داخل شوي دي. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين ويلي دي چې دغه عملیات د روسيې د دفاع او د اوکراین د غیر پوځي کولو له پاره ترسره کيږي.

رپوټونه وايي چې خلک له کیف څخه د تيښتې په حال کې دي. د کيف پر خروجي لارو د ترافیکو سخته ګڼه ګوڼه ده.

پر اوکراين د روسيې د حملې سره سم، د روسيې د ونډو له بازار څخه د پانګوالو وتل چټک شوي دي. د آر ټي اس شاخص د یو په پنځه سره، ۹۶۶ واحد ته ورسید. په شپږ معاملاتي ورځو کې تاوان څه باندې يو په درې ته رسیږي. نن سهار په ابتدا کې معاملامات د تعویق حالت کې ول، خو تر لږ ځنډ وروسته پيل شوې.

روسي روبل د ډالر په مقابل کې د پام وړ تر فشار لاندې قرار لري او د روسيې مرکزي بانک اعلان کړی دی چې د صرافۍ په بازار کې به مداخله وکړي. زیاته شوې ده چې د طلا او تيلو په بیو کې هم خوځښت رامنځ ته شوی دی.

خلک د پيسو د رايستلو په موخه د بانکونو مخې ته په اوږدو لیکو کې ولاړ دي. په خلکو کې ویره خپره ده، سربیره پر دې چې دوی د حملې په تړاو چمتووالی هم نیولی وو.

زیاته شوې چې د لوفت هانزا هوايي شرکت له فرانکفورت څخه د اوکراین غربي ښار، لويیو، ته خپل پلان شوی پرواز د امنيتي دلایلو له مخې ځنډولی دی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.