1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسراييلو بیا توغندي توغول سوي

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

څو وخته مخکې د رامنځته سوي اوربند په نه پام کې نیولو سره، فلسطيني مليشو د غزې له تراډې څخه يو وار بيا پر اسرائیلو راکټونه توغولي. د اسراييلو جنگي الوتکو متقابل بريدونه کړي او مشخص هدفونه يې په نښه کړي.

https://p.dw.com/p/3Tnvt
Israel | Palästina | Angriff (Getty Images/AFP/S. Khatib)
پر خان یونس باندی د اسراییلو تر هوایی برید وروسته چاودنیانځور: AFP via Getty Images

د فلسطيني مليشو تر راکتي بريدونو وروسته، د اسراييلو جنگي الوتکو د غزې په تراډه کي چي په کي د حماس اسلامپاله ډله حاکمه ده، ډير تاسيسات بمباري کړي دي.

د اسراييلو د پوځ  يوه وياند خبر ورکړي چي په ویشتل سویو هدفونو کي د وسلو جوړولو يوه فابريکه هم شامله وه. هغه په تويتر کي همدارگه زياته کړې چي «حماس به د اسراييلي ملکيانو پر وړاندي د دغه عمل، له عواقبو سره مخامخ سي.«

څو ساعته مخکې پوځ خبر ورکړ چي د غزې له تراډې څخه د دوو توغول سویو توغندیو له ډلې څخه د يوه توغول سوي راکټ مخه د «اوسپنيزې گنبدي» په نامه دفاعي سيستم  په واسطه  نيول سوې ده. په سرحدي ښار سدروت کي بيا د خطر زنګ غږول سوی دی. د روغتياپالانو په خبره يوه ښځه هغه وخت ټپي سوه چي غوښتل يي ځان د ساتنې يوه امن ځای ته ورسوي. د اسراييلو لومړي وزیر بينيامين نيتانياهو، گواښ کړی چي د هر بريد په مقابل کي به په شدد سره ځواب ورکړل سي.

Israel | Palästina | Ausschreitungen
د اردن سیند په لویديځه غاړه کی فلسطینیانو د امریکا د ولسمشر ترمپ او خارجه وزیر پمپیو انځورونو ته اور اچول سوی انځور: Getty Images/AFP/J. Ashtiyeh

د اردن سیند په لويديځه غاړه کي بيا د سه شنبې په ورځ په زرونو په غوسه سوي  فلسطينيان د امريکا متحده ايالاتو د هغې پريکړې پر ضد  مظاهرې وکړې چي له مخي يي په فلسطيني سيمو کي د يهودانو ځاي پر ځاي کيدو ته نور د غيرقانوني عمل په سترگه نه کتل کيږي. همدرانگه په نورو ښارونو کي هم مظاهرې او نښتې رامنځته سوې.

همدا دوه اونۍ مخکي د غزې په تراډه کي د اسراييلو او فلسطيني مليشو ترمنځ کړکيچ خپل اوج ته ورسيد. اسراييلي پوځ  د اسلامي جهاد پوځي مشر بها ابو العطا، په هدفمندانه ډول وواژه ځکه د اسراييلو په حواله دغه افراطي سازمان څه د پاسه ۳۶۰ راکټونه د اسراييلو پر سيمه توغولي ول. د اسراييلو هوايي ځواکونو بيا د جهاديانو زياتې سیمې په نښه کړې. په دغو بريدونو کي په مجموعي ډول ۳۶ کسان وژل سوي چي زياتره يي فلسطيني مليشې دي.

څو وخته مخکي دواړو خواوو د مصراو ملگرو ملتونو په منځگړيتوب پر يوه اوربند باندي سره تفاهم کړي وو. خو دغه اوربند ماتيدونکی دی. اسلامي جهاد او د حماس ډلې ته د اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو له خوا د ترهگرو سازمانونو په سترگه کتل کيږي.

G.P/M.J/dpa