1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر آسترالیا پراخ سایبري بریدونه سوي

۱۳۹۹ خرداد ۳۰, جمعه

د آسترالیا لومړي وزیر د دغه هیواد پر دولتي، صنعتي او روغتیايي ادارو باندي له پراخو سایبري بریدونو څخه خبر ورکړی. آسترالیا وايي چي د دغو بریدونو تر شا یو دولت پټ دی، خو نوم یې نه دی اخیستل سوی. پخوا به چین مسئول بلل کیدی.

https://p.dw.com/p/3e1yY
Symbolbild Cyber Angriff
انځور: Imago/Science Photo Library

د آسترالیا د صدراعظم سکات میوریسون په خبره، ددغه هیواد دولتي ادارې، مهم خدماتي بنسټونه او حساس جوړښتونه په پراخه سطحه د هکرانو د بریدونو هدف ګرځیدلي.

د آسترالیا د دولت په حواله، پر دغه هیواد باندي له میاشتو راهیسي سایبري حملې کيږي. دغه بریدونه د نوموړي هیواد صنایعو، روغتیايي خدماتو، پارلمان او سیاسي ګوندونو ته متوجه سوي دي.

د آسترالیا صدراعظم د جمعې په ورځ په دې اړه وویل: «د هغو دولتي لوبغاړو شمیر چي د دغه فعالیتونو د سرته رسولو توان لري، ډیر نه دی.» خو هغه د هیڅ کوم دولت نوم وانه خیست. دغه بریدونه په تیرو میاشتو کي شدید سوي.

تیر کال د آسترالیا تر پارلماني انتخاباتو  فقط څو میاشتي مخکي ددغه هیواد ټول دولتي بنسټونه او پارلماني ګوندونه د اوسنیو بریدونو په شان، تر پراخو سایبري بریدونو لاندي راغلي ول. په هغه وخت کي د تور ګوته چین ته نیول سوې وه.

دا ځل که څه هم د آسترالیا لومړي وزیر د هیڅ کوم هیواد نوم وا نه خيست، خو اټکلونو چین په نخښه کړی دی.