1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی ښي اړخه هالندي سياستوال مسلمان شو

۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبه

د هالند د پخواني ښي اړخه سياستوال یورم فون کلاويرين، يوې کړنې د هغه ملگري او همکاران سخت حيران کړي دي. د خيرت ويلدرز د گوند دغه پخواني غړي اسلام قبول کړی او ويلي یې دي چې هغه مخکې په ناسمه لار روان وو.

https://p.dw.com/p/3CtZx
Niederländischer Politiker Joram van Klaveren PVV
انځور: AFP/Getty Images/ANP/B. Czerwinski

د هالند د پارلمان يوه پخواني ښي اړخه سياستوال او د اسلام مخالف سياستوال خيرت ويلدرز نژدې ملگري ويلي دي چې اسلام یې قبول کړی دی. هغه مخکې په دې مشهور وو چې ويل به یې اسلام «يو دروغ» او قرآن شریف «زهر» دي.

د خيرت ويلدرز د آزادۍ گوند «پي وي وي» د پارلمان د غړي په توگه یورم فون کلاويرين څو کاله د هالند په استازو مجلس کې د اسلام پر ضد سخت کمپاين کړې وو.  

د Algemeen Dagblad ورځپاڼې د معلوماتو له مخې به دې «سخت دريځه سياستوال پر برقعه او مينارونو د بندیز لگولو ټينگار کوه او ويل به یې چې «موږ اسلام هيڅ نه غواړو يا لږ تر لږ په هالند کې یې د امکان تر حده کم غواړو».

خو ۴۰ کلن کلاويرين ويلي چې د اسلام پر ضد یو کتاب د لیکلو بهیر په نیمايي کې د هغه نظر بدل شو. د هغه له خوا لیکل شوی کتاب اوس د هغو نيوکو رد او ځوابونه دی چې د نورو اديانو پيرويان یې پر اسلام کوي.

فون کلورين له «اين. پي او ۱» راډيو سره په مرکه په خپله عقيده کې د بدلون په هکله وويل: «که څوک فکر کوې چې خدا يو دی او د عيسی او موسی ترڅنگ محمد هم د هغه پيغمبر دی، نو هغه مسلمان دی.»

له «آين آر سي» سره په مرکه کې ويل شوي چې فون کلاورين د تير کال د اکتوبر پر ۲۶ نيټه اسلام قبول کړی وو، يعني د نوموړي «د سيکولر تروريزم په دور کې له مسيحيته تر اسلامه» په نوم کتاب تر چاپیدو او نشريدو لږ د مخه.

مذهبي رجعت

فون کلاورين په يوه پروتستانت مسيحي کورنۍ کې روزل شوی. هغه د خپل دین د تغير په هلکه وويل: «له اوږدې مودې راهيسې په لټه کې ووم [...] د دين بدلول زما له پاره د مذهبي رجعت په توګه دي.»

NETHERLANDS-POLITICS-RELIGION-ISLAM
د خيرت ويلدرز دا پخواني ملگری فان کلاويرين نور اسلام مخالف نه دیانځور: AFP/Getty Images

کله چې له نوموړي څخه وپوښتل شول چې ميرمن یې په دې هلکه څه فکر کوي نو هغه وويل چې هغه ورسره ستونزه نه لري. هغه زياته کړه: «زما ښځې دا خبره منلې چې زه يو مسلمان یم. هغه وايي چې که ته په دې کار خوښ یې نو زه دې مخه نه نيسم. اتفاقاً هغې هیڅ کله له اسلام سره دومره کرکه لکه ما چې لرله، نه لرله. هغه زما د پي وي وي گوند پر غړيتوب ډېره خوښه نه وه. خو هغه وايي چې دا ستا سفر دی.»

فون کلاويرن په ۲۰۱۴م کال کې د «پي وي وي» د ښي اړخه گوند له مشر خيرت ويلدرز څخه هغه وخت خپله لاره بدله کړه چې هغه له خپلو پلويانو څخه وپوښتل چې «په خپلو ښارونو او هالند کې ډېر که کم مراکشيان غواړي؟»

ويلدرز له تعصب څخه د ډگو څرگندونو له کبله په ۲۰۱۶ کال کې مجرم وپيژندل شو. خو اوس مهال د هغه په هلکه پر پريکړه د تجديد نظر غوښتنه شوې ده. د «هالند د مرکزي احصايې د ادارې» په حواله د هالند د ۱۷ ميليونه نفوس له جملې څخه پنځه سلنه يعني ۸۵۰ زره مسلمانان دي.

د ويلدرز او د هغه د گوند پر استدلال او مخالفت سربيره په هالند کې اسلام د خپريدو په حال کې دی. کارپوهان اټکل کوي چې په دې هېواد کې به تر ۲۰۵۰م کاله پورې مسلمانان دوه برابره شي.