1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پاکستانۍ محکمه نواز شریف د روغتیايي لاملونو له کبله آزادوي

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف کورنۍ وايي چې نوموړی د لاهور ښار د محکمې له لوري د روغتیايي لاملونو له کبله د ضمانت په بدل کې آزادیږي. نواز شریف د مالي فساد له کبله زندان ته اچول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3RwFY
Archivbild - Nawaz Sharif, ehemaliger Premierminister
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. M. Chaudary

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نیټه) د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف کورنۍ ویلي چې هغه د روغتیایي لاملونو له کبله د محکمې له لوري د ضمانت په بدل کې آزاد شوی دی. په دې توګه هغه اوس کولی شي خپله درملنه پیل کړي.

په لاهور ښار کې د محکمې دغه پریکړه د نواز شریف د ورور شهباز شریف له لوري د خپل ورور د ضمانت تر غوښتنې وروسته اعلان شوې ده. د تیرې دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې په زندان کې د نواز شریف وضعیت خراب شو، هغه په لاهور ښار کې حکومتي روغتون ته د درملنې له پاره انتقال کړل شو. نوموړی په روغتون کې د زندان د چارواکو تر څار لاندې وو.

د پاکستان دغه ۶۹ کلن پخوانی لومړی وزیر چې درې ځله یې د لومړي وزیر په توګه دنده هم ترسره کړې، د زړه د ناروغیو په ګډون له ګڼ شمیر روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د محکمې وکیل اشتر اوصاف وايي چې د محکمې چارواکي نه شي کولی چې په سملاسي توګه هغه آزاد کړي او په دې هکله دوی د راتلونکې سه شنبې په ورځ د استيناف د یوې بلې جلا محکمې پریکړې ته انتظار باسي. د اوصاف په خبره، په دې محکمه کې به پر نواز شریف د مالي فساد د دوهمې قضیې په هکله پریکړه وشي.

AP / K.H/N.S