1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانیانو ته د عمران خان له ژمنو ډکه لومړۍ وینا

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه تر لوړې وروسته ولس ته خپله لومړۍ وینا واوروله. خان په پيل کې هغو ستونزو ته اشاره وکړه چې دغه هیواد ورسره لاس او ګریوان دی او وروسته یې بیا د حل له پاره پر خپلو پلانونو رڼا واچوله.

https://p.dw.com/p/33QeU
Pakistan Islamabad PK Politiker Imran Khan
انځور: Reuters/PTI

عمران خان د یکشنبې په ماښام (د اګست میاشتې په ۱۹) د پاکستان د لومړي زویر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې اعلان وکړ چې د پخواني لومړي وزیر په څیر به هغه تر ۵۰۰ ډیر خدمتګاران نه، بلکې یوازې دوه تنه خدمتګاران ولري. هغه وویل چې یوازې له دوو موټرو څخه به استفاده کوي او پاتې نور به لیلام شي او پيسې به یې د دولت خزانې ته وسپارل شي.

هغه د مالیاتي سیستم د بهتره کولو یادونه وکړه. عمران خان د مالي فساد پر وړاندې د سختې مبارزې ژمنه وکړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. خان په خپلو خبرو کې وویل چې پوهیږي په دې برخه کې به ورسره سره مخالفت وشي او هغه کسان چې په مالي فساد اخته دي به سړکونو ته راووزي او مظاهرې به وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دی به خپله مبارزه جاري وساتم.

عمران خان وویل چې له قاضي القضات سره به وويني او غوښتنه به  ترې وکړي چې په محاکمو کې په ځانګړي توګه د کونډو قضیې ژر تر ژره حل کړي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپله وینا کې دا هم وویل چې له پاکستان څخه د باندې په غیرقانوني ډول د پيسو د لیږد مخه به ونیسي. سربیره پر دې مختلفې کمیټې به رامنځته شي چې له بهر څخه به پیسې بیرته پاکستان ته د راوړلو کوښښ وکړي.

هغه وویل چې دولتي ښوونځیو او روغتونونو ته به خاصه پاملرنه وشي. خان زیاته کړه چې له هیواد څخه بهر به له خپلو سفارتونو سره تماس ونیسي او هغو ته به سپارښتنه وکړي چې په دغو هیوادونو کې میشتو پاکستانیانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان نوي لومړي وزیر وویل چې غواړي داسې پاکستان جوړ کړي چې د پاکستان بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح او علامه اقبال یې تصور لره. هغه وویل چې د مقام ترلاسه کولو له پاره یې د سیاست ډګر ته نه دي دانګلي.

عمران خان د خپلې وینا په لومړیو کې وویل چې د اوسنیو ستونزو او د هغوی د حل لارې په برخه کې به ولس په جریان کې وساتي. هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې د ناکافي او غیر مناسبو خوړو له کبله د پاکستان ۴۵ سلنه ماشومان په سمه توګه جسمي او ذهني وده نه شي کولی. لومړي زویر وویل چې پاکستان هیڅکله هم له داسې خراب اقتصادي وضعیت سره نه وو مخامخ شوی لکه اوس چې دی.

هغه یو وار بیا له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان تر هغې نشي امن کیدای چې ګاونډي هیوادونه یې امن نه وي.

د روان کال د اګست میاشتې په ۱۷ نیټه عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او د اګست په ۱۸ نیټه یې د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. په پاکستان کې د جولای میاشتې د ۲۵ نیټې په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان د «تحریک انصاف ګوند» تر نورو ټولو ګوندونو ډیرې یعنې ۱۱۶ چوکې ګټلې وې. 

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: