1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د پولیسو یو افسر د دغه هیواد په شمال ختيځ کې د پاکستاني طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ. پولیس وايي چې حکومت د دغو دوو قوماندانانو پر سر نغدي انعام هم ټاکلی وو.

https://p.dw.com/p/4N6Sl
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کېانځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

د پاکستان حکومت وروسته له هغې د پاکستاني طالبانو یا تحريک طالبان پاکستان ډلې پر ضد، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې چاڼيز عملیات چټک کړي، چې په وروستيو کې د اورپکو له خوا تاوتريخوالو شدت وموند.

د ځایي پولیسو افسر، محمد علي ګنداپور وويل چې د پاکستاني طالبانو وژل شوي جنګيالي، د پنځو پولیسو د وژلو په تړاو د دوی تر تعقیب لاندې ول او همدارنګه د پولیسو د تلاشۍ پر ېوه پوسته برید کې هم ښکیل ول.

پاکستان غواړي له ملا هبت الله آخوندزاده سره خبرې وکړي

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، حکومت د دغو دوو وسلوالو پر سر ۷۲۵۹ امريکايي ډالر انعام ټاکلی ول. خبرځای زیاتوي چې د پولیسو په یو بل ورته عملیات کې د صوابۍ ضلعې يا ولسوالۍ په یوه کلي کې څلور جنګيالي نيول شوي او يو شمیر وسلې او باروت کشف او ترلاسه شوي دي.

تېره ورځ هم پاکستان ويلي وو چې د افغانستان پولې ته نژدې يې دوه اورپکي وژلي دي.

د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي

پاکستاني طالبانو په نومبر مياشت کې حکومت سره د اوربند د پاي اعلان وکړ او تر هغه وروسته يې په دغه هیواد کې خپل بریدونه ډير کړل.

دغه چاڼيز عملیات په پېښور کې د دوشنبې ورځې تر يو ځانمرګي بريد وروسته په لاره اچول شوي دي. د پېښور برید د کلونو په جریان کې په سیمه کې تر ټولو خونړۍ برید ښودل شوی، چې په کې ۱۰۱ کسان ووژل او ۲۲۵ نور ټپیان شول.

mks/mns/(AP)