1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پولیسو منظور پښتین نیولی دی

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، نیولی دی. پښتین د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې د بشري حقونو د ترپښو لاندې کیدو پر ضد د مظاهرو مشري کوله او د پاکستاني پوځ له منتقدینو څخه دی.

https://p.dw.com/p/3WrAL
Pakistan Manzoor Pashteen
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د منظور پښتین کورنۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د شپې په جریان کې د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پیښور ښار له یوه کوره نیول شوی دی.

پښتین په ۲۰۱۸ کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ کیښود او له هغه وخت راهیسې یې د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د پراخو مظاهرو او غونډو مشرې وکړه. په دې غونډو کې هغه د پاکستان پر پوځ باندې هم سختې نیوکې وکړې چې له کبله یې د پاکستاني او نړیوالو رسنیو د پام وړ وگرځيد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هدف په سیمه کې د پښتنو له حقونو څخه دفاع کول دي. د دې غورځنګ غړي وایي چې په پښتون میشتو سیمو کې د پاکستاني پوځ عملیاتو ځايي اوسیدونکو ته سخت تاوان رسولی دی. پښتین پر پوځ باندې دا تور هم لګولی دی چې ځینې ډلې په نښه کوي او نورو هغه یاغو ډلو ته څه نه وایي چې په خبره یې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي سازمان نیابتي جګړه پر مخ وړي.

افغان حکومت او امریکا متحده ایالات هم پر پاکستان باندې عینې تورونه لګوي، خو منظور پښتین لومړي کس وو چې په لوړه کچه یې پوځ تر نیوکو لاندې ونیوه.

د پښتین د کورنۍ یوه غړي ویلي دي: «هغه نیول شوی او اوس د پولیس په مرکز کې دی.»

محسن داوړ، چې پخپله هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی، هم د منظور پښتین نیول کیدل تایید کړي دي او هغه یې د «له سوله ییزې او دیموکراتیکې لارې، د موږ [پښتنو] د حق غوښتلو سزا» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ له ډیر وخت راهیسې پر پښتین باندې ځکه د خیانت تور لګوه چې په خبره یې پر پاکستانې امنیتي ځواکونو بې بنسټه نیوکې کولې. خو د پښتین کورنۍ بیا وایي چې اوس هغه د عامه نظم د خرابولو په جرم نیول شوی دی.