1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

پاکستاني طالبانو افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر یوه موټر حمله کړې، څلور پوځیان او يو پولیس يې وژلي دي. دغه خبره د پاکستان پوځ تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/41Bfh
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
پاکستاني طالبان - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د اسوشتید پریس خبري آژانس له اسلام آباده لیکي چې دغه برید شمالي وزیرستان ته نژدې په سپين وام سیمه کې شوې او دا چې په سيمه کې د وسلوالو پر ضد یو پوځي عملیات روان وو.

پاکستاني طالبانو په يوه اعلاميه کې د دغې حملې مسئولیت منلی دی او ویلي يې دي چې دغه کسان يې د جمعې په ورځ د یوه کمين په نتیجه کې وژلي دي، اما پوځ نه دي ويلي چې حمله څه وخت شوې ده.

د آلمان خبري آژانس هم د يکشنبې په ورځ په پاکستان کې د لږ تر لږه پنځو پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی، خو وايي چې دغه پوځيان د شنبې په ورځ وژل شوي دي. دا په داسې حال کې چې تر دې يوه ورځ مخکې د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم، عمران خان ويلي وو چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو سره پر خبرو اترو بوخت دی. خو لا روښانه نه ده چې آیا دواړه پيښې جلا جلا دي که یوه ده.

پاکستاني طالبان چې په TTP یا تحریک طالبان پاکستان باندې یاديږي، افغانستان پولې ته نژدې قبايلي سیمو کې فعال دي او د پاکستان پوځ او پولیسو باندې بریدونه کوي.

شمالي وزيرستان او نورې قبايلي سیمې يو وخت د وسلوالو ډلو له پاره يو امن ځای ګڼل کيده. د پاکستان حکومت د دې له پاره چې دغه سیمې يې د وسلوالو له شتونه پاکې کړې وي په وروستیو کلونو کې هلته ډير چاڼيز عملیات ترسره کړي، خو له دې ټولو سره سره، هلته وسلوال لا هم فعال دي چې د پوځ او پولیسو ضد خونړي بریدونه کوي.