پاکستان کې یو خر د سیاسي هدف له پاره سخت وهل شوی
۱۳۹۷ تیر ۲۶, سهشنبهد پاکستان په میلیوني ښار کراچۍ کې د یوه سیاسي ګوند پلویانو د خپل سیاسي حریف نوم پر یوه خره ولیکه او پر هغه یې تشدد وکړ. په کراچۍ کې د حیواناتو د حقوقو له پاره کار کوونکي «اې سي اف انیمل ریسکیو» نومي سازمان پر خپله فیسبوک پاڼه د دغې پيښې په هکله لیکلي دي: «د یوه خر پر مخ او شا باندې ګوزارونه شوي، پوز یې مات شوی او دومره وهل شوی چې بې هوښه شوی. دا ټول د دې له پاره شوي چې یو ګوند [خر] ثابت کړل شي.»
خبریالې جویریه صدیقي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي: «جاهلو خلکو پر یوه معصوم حیوان نواز، ولیکه او تشدد یې پرې وکړ. خو د کراچۍ اوسیدونکي عبدالله محمود د دغه حیوان مرسته وکړه اوبه او ډوډۍ یې ورکړې او اوس دغه خر په اې اس اف کې تر درملنې لاندې دی.»
په کراچۍ کې یو شمیر کسانو پر دغه حیوان باندې تشدد سخت غندلی دی.
د حیواناتو د حقوقو سازمان اې سي اف، په وینا د عبدالله په نوم کس دغه خر په خراب وضعیت کې د سړک پر سر ولید. د هغه په مرسته خر د سهار پر درو بجو د حیواناتو له پاره جوړې شوې سرپناه ته یوړل شو او اې اف سي یې درملنه پیل کړه.
بینش جاویدو
زموږ له آرشیف څخه: