1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتپاکستان

پاکستان؛ ټرافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه او لسګونه ټپيان دي

۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د پاکستان چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد بلوچستان ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه او ۴۱ ژوبل شوي دي. زیاته شوې چې یاد کسان یوه زیارت ته په لارۍ ډوله موټر کې پر لاره وو.

https://p.dw.com/p/4ee5S
پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه او لسګونه ټپيان دي
پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه او لسګونه ټپيان ديانځور: Saleem Khan/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۱۱ نېټه) د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه کسان هغه مهال مړه او ژوبل شول، چې کله د پاکستان سویل لویدیځ کې یوه زیارت ته په لارۍ موټر کې روان وو.

د بلوچستان ولایت د کمیسار مرستیال منیر احمد د دغې پېښې د قربانیانو د شمېر په تړاو معلوماتو ورکولو سربېره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د بلوچستان په حب سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړې:«هغه لارۍ چې دغه کسان پکې سپاره وو، ډېره تېزه روانه وه او په یوې ګولايي کې د چلوونکي له کنټروله بهر شوې او چپه شوې ده.»

د ارشیف انځور: د پاکستان په ډيره غازي خان کې ترافیکي پېښه
د ارشیف انځور: د پاکستان په ډيره غازي خان کې ترافیکي پېښهانځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د حب د سیمه‌ییز روغتون مرستیال شوکت جالباني  هم د ۱۷ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د پېښې ډېر شمېر ټپیان د ښې درملنې په موخه یادې سیمې ته نیږدې کراچۍ ښار ته لېږدول شوي دي.

پاکستان  کې د خوندیتوب د  امکاناتو د کمښت، د موټر چلوونکو د بشپړې روزنې لږوالی او د مناسبو زیربناو د نشتوالي له امله دا شان ډېرې ټرافیکي پېښې کېږي. د تېر کال جنورۍ میاشت کې هم بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان هغه مهال په یوې ټرافیکي پېښه کې مړه شول، چې لېږدوونکي موټر یې، چې د اور اخستونکو تېلو بوشکې هم پکې بار وې، یوې درې ته ولوېد او اور یې واخست.

(AFP) / si, af,od