پاکستان کې د ودونو د کالیو نمایش
د پاکستان په لاهور ښار کې د ناوي او زوم له پاره د کالیو فیشن شو، جریان لري. د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ چې د پاکستان فلمي ستورو د کوم ډیزانر کالي نندارې ته وړاندې کړل.
د پاکستان وتلې فلمي ستوري صبا قمر چې د کملي، فلم د صحنو له ثبتولو فارغه شوې د سم سارا جوړ شوي کالي چې اوږده سره «لهنگا» يا لمن ده نندارې ته وړاندې کړه.
عایزه خان چې د پاکستان په یوې مشهورې تلویزوني ډرامې کې هم کار کوي، ګلابي رنګه کالي نندارې ته وړاندې کړل. د فیشن دغه اوونۍ د «برایډل کو ټیور ویک» په نوم نومول شوې ده.
سندرغاړي او هرمند علي ظفر، د عمران راجپوت جوړه شوې شیرواني نندارې ته وړاندې کړه او حاضرینو وستایه.
فلمي ستورې ماورا حسین چې د پاکستان تر څنګ یې د بالیووډ، په فلمونو کې هم کار کړی دی سپین رنګه اوږده لمن نندارې ته وړاندې کړه. دغه کالي صدف عامر طرحه کړي وو.
د خپلې خور ماورا حسین برعکس هنرمندې او پروډیوسرې عروه حسین د شکیل له خوا طرحه شوي دودیزه سره او طلايي جوړه نندارې ته وړاندې کړه.
د پاپ موسیقۍ مشهور سندرغاړي ابرارالحق د فهد حسن له خوا طرحه شوي کالي نندارې ته وړاندې کړل چې د تورې پاجامې سره کورتۍ ترکیب شوې وه. هغه چې کله کالي نندارې ته وړاندې کول نو خپله نوې سندره یې هم ورسره ویله.
نڅاګرې نګهت چوهدري، د ماریه بي طرحه شوي شرقي کالیو کې چې ګرده لمنه وه، نڅا وکړه.
فلمي ستوري ساره خان، د نیلوفر شاهد ډیزان کړي کالې نندارې ته وړاندې کړل. ساره په ځانګړې ډول انسټاګرام کې ډیره مشهوره ده او تر ۳،۵ میلیونه زیات فالوورز یا تعقیبونکي لري.
مودل او هنرمندې زباب رانا د رکي ملیون، له خوا طرحه شوې سره جوړه نندارې ته وړاندې کړه چې پر لمن یې دودیز کار شوی وو.
فلمي ستوري نمره خان هم دودیز کالي چې د «غراره» په نوم یادیږي نندارې ته وړاندې کړل. دغه کالي کوثر ساجد ډیزاین کړي وو.
د پاکستاني فلم «سچ» یا ريښتیا چې ډیر ژر به نندارې ته وړاندې شي اصلي لوبغاړو اسد زمان او علیزی شیخ هم د خپل فلم مشهورتیا له دغه ستیجه وکړه.
پاکستانۍ ماډلې مشک کليم چې په نړیواله کچه شهرت لري، د ودونو د کالیو د دغه فیشن شو پرانیستنه وکړه.