1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان: په کشمیر کې درې پاکستاني او پنځه هندي عسکر وژل شوي

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

پاکستان ادعا کړې چې د کشمیر په جنجالي سیمه کې له هند سره پر ګډه پوله درې سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې چې پر پوله هندي سرتیرو ډزو ته شدت ورکړیدی. هندي لوري تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/3NyEn
Pakistan Soldaten in Tatta Pani
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نیټه) داسې مهال چې هندوستان د  خپلواکۍ خپله ورځ لمانځي، د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر پوله د جګړو راپورونه ورکول کیږي. پاکستان ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د کنټرول پر کرښه، له هندي ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې درې تنه سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور همدا راز وویل چې په دې وسلواله نښته کې پنځه تنه هندي سرتیري هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «د لاین اف کنټرول یا د کنټرول پر جنجالي کرښه هندي ځواکونو خپلو ډزو ته زور ورکړی دی.» غفور همدا راز وویل چې په وقفه ايي ډول ډزې ادامه لري. د دغې موضوع په هکله د هندوستان د پوځ ویاند د لاس رسي وړ نه وو.