1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په وزيرستان کي عمليات نه تر سره کوو

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

دغه خبر وروسته له هغه خپريږي چي يوې پاکستانۍ محلي ورځپاڼي ويلي ول چي د متحده ايالاتو د فشارونو په پايله کي د پاکستان پوځ به د حقاني د ډلي په وړاندي په شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات په لاره واچوي.

https://p.dw.com/p/11Sx8
د پاکستان پوځ قوماندان جنرال اشفق کياني
د پاکستان پوځ قوماندان جنرال اشفق کيانيانځور: Abdul Sabooh

په پيښور کي د 11 قل اوردو قوماندان، اصف ياسين ملک، په يوه خبره غونډه کي وويل چي د پاکستاني ځواکونو د وظايفو په ساحه کي کوم بدلون ندی راغلی.

« تر کومه ځايه چي زه خبر يم داسي کوم پلان نسته. موږ به په شمالي وزيرستان کي هر وخت چي مو زړه وغواړي عمليات تر سره کړو. د پاکستان پوځ به يوازي هغه وخت دا کار وکړي چي له نظامي لحاظه د پاکستان د ملي منافعو په ګټه وي.»

د تيري دوشنبې په ورځ پاکستانۍ ورځپاڼي ليکلي ول، چي په شمالي وزيرستان کي به پاکستاني ځواکونه لومړی هوايي بريدونه تر سره کړي او وروسته ځمکني عمليات پيل سي.

په ورځپاڼه کي د نامعلومو پياوړو پاکستان پوځي چارواکو له خولې ليکل سوي وه، چي په شمالي وزيرستان کي د پوځي عملياتو د اجرا کولو پلان لا د پخوا څخه جوړ سوی و.

په شمالي وزيرستان کي د عملياتو په اړه آوازي پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن تر سفر وروسته ډيري سوې.

وروسته له هغه چي په وزيرستان کي د پوځي عملياتو د ترسره کيدو خبره راپورته سوه. په شمال وزيرستان کي د يوې نړيوالي مرستندويي ټولني يو چارواکي وويل چي ده ته ويل سوي چي د 365000 وګړو د بيځايه کيدو له پاره لا دمخه ترتيبات ونيسي.

امريکا په وار وار د پاکستان څخه په شمالي وزيرستان کي د حقاني شبکې د له منځه وړلو غوښتنه کړې.

خو پاکستان هر وار دې غوښتني ته منفي جواب ورکړی. خو وروسته له هغي چي اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل سو اوس پر هغه هيواد فشارونه ډير سوي چي هلته دي تروريستان له منځه يوسي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل