1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په مومندو کي د اوبو بند جوړوي خو ځايي خلک غوښتني لري

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

تر ډیر انتظار وروسته د مومندو بریښنا بند (مهمند ډیم) د بنسټ ډبره کیښودل شوه. ځایي خلک د دغه بند د جوړیدو پر ضد نه دي، خو هغوی د خپلو حقونو په هکله ځینې ملاحظې لري.

https://p.dw.com/p/3Hoze
Polio in Khyber Pakhtunkhwa, Pakistan
انځور: DW/M. Ayub Sumbal

مومند بريښنا ډیم، د مومندو د قبایلي سیمې په هغه ځای کې جوړیږي چې په ۱۹۶۲م کال کې د ورسک بریښنا بند جوړ شوی وو. د ورسک بريښنا بند د جوړیدو پر مهال چې له قبایلو سره کومې ژمنې شوې وې، ځینې يې لا تر اوسه پوره شوې نه دي.

د دویچه ویله اردو څانګې ځایي خبریال، څو میاشتې ترمخه د سیمې له خلکو سره د دغو ملاحظو په هکله خبرې کړې وې. ملک اختر رضا، چې یو فعال دی د نوي بند تر جوړیدو دمخه یې ځوانانو ته د ورسک بند د جوړیدو پرمهال د شوو ژمنو یادونه کوله.

ملک اختر رضا ترکزۍ، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د ورسک ډیم د جوړولو له پاره حکومت د کوم تړون پرته زموږ دیارلس، څوارلس سوه ایکړه (شا او خوا ۶۰۰ هکتاره) ځمکه قبضه کړه. دغه ځمکه زموږ د روزګار یوازنۍ وسیله وه. د غره څخه به مو تیږې راایستې او بیا به مو خرڅولې. موږ ته د ځمکو هیڅ تاوان را نه کړل شو.»

د ده په حجره کې د سیمې ځوانان، مشران او خلک راټول دي. ګل نواز خان سیاسي او ټولنیز فعال دی او له تیرو څو میاشتو راهیسې د بند په هکله خلکو ته پوهاوی ورکوي. هغه وایي چې د بند اغیزمنو شوو کسانو برحقه غوښتنې چارواکو ته رسول غواړي. ګل نواز وایي: «زموږ درې ټکیزه اجنډا ده. موږ د ورسک ډیم امتیازات غواړو، په دغه بند کې دې ځایي خلکو ته کارونه ورکړل شي او په خپله سیمه کې د بریښنا پارچاوۍ بندیدل غواړو.»

په دغه سیمه کې نه بریښنا شته او نه د څښاک پاکې اوبه. د ښوونځي او روغتون ودانۍ خو شته، خو پرسونل پکې نه وي او چیرې چې پرسونل شته هلته بیا ودانۍ او نور سهولتونه نه شته.

د مومندو او ملاګورو قبیلو په پنځلسمه جرګه کې هم پر دغو ستونزو خبرې کیږي. حاجي عزیز مومند ته دا معلومه ده چې په پاکستان کې د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت له اړتیا ډیر کم دی.

حاجي عزیز خان وايي: «موږ د نوو ډیمونو (بندونو) جوړولو پر ضد نه یوو، خو موږ خپل حقوق غواړو. موږ د پاکستان له حکومته دا توقع نه لرو چې هغوی دې زموږ حقونه راکړي. موږ به تر هغه وخته دا بند جوړولو ته پرې نه ږدو،تر څو پورې چې مو غوښتنې نه وي منل شوي. موږ به هايکورټ (ایالتي لوړه محکمه) ته ولاړ شو او د سوله ایز احتجاج له پاره به قبایل راټول کړو او اسلام آباد ته به د احتجاج له پاره ولاړ شو. موږ به خپل حق اخلو.»

د مومند بريښنا بند شا او خوا سیمو کې زیاتره کورونه خام دي. ایاز خان هم د دې ځای اوسیدونکی دی او درې واده شوي اولادونه یې په خامو کورونو کې ژوند کوي. د کاري فرصتونو د نه شتون له کبله د دغه ځای نارینه ګاونډیو سیمو ته د خوارۍ او مزدورۍ له پاره ځي.

د ګل نواز خان په څیر خلک او د سیمې پر دیوالونو لیکل شوي شعارونه هغه څه دي چې د ایاز خان او د هغه په شان نور خلک حکومت ته د خبرو رسولو وسیله ده. د دومره لوی پروژې پر پیلیدو سربيره هم خلک لږ خوشاله بریښي.

له دویچه ویله سره په خبرو کې ایاز خان وویل: «زما دواړه لاسونه روغ رمټ وو او ښه دنده مې هم درلوده، خو بیا ماین زما یو لاس قطع کړ او تقاعد ته ولیږل شوم. دا لاس د هیواد په خاطر پرې شوی دی او خپل سر ورکولو ته هم چمتو یم. تقاعد په مشکله زما د کور لګښتونه پوره کوي. زما په خپل کور کې زما کوټه نشته. کور یو ځل په سیلاب کې تباه شوی وو او اوس د مومند بریښنا بند له کبله. خو زه فکر نه کوم چې ما ته به څه راکړل شي.»

مدثر شاه