1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په افغانستان کې خپله کنسلګري په موقت ډول تړلې

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

د رپوټونو په حواله پاکستان په شرقي ولایت ننګرهار کې خپله کنسلګري په موقت ډول تړلې ده. د دې کار دلیل د امنیت نه شتون او د کنسلګرۍ په چارو کې د دې ولایت د والي لاس وهنې په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/348Rg
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

په پلازمینه کابل کې د پاکستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته په دې هکله رسمي شکایت کړی دی. د پاکستان سفارت په لیږل شوي يوه لیک کې په جلال آباد ښار کې د پاکستان د کنسلګرۍ په چارو کې د دې ولایت د والي د لاس وهنې په هکله شکایت کړی. د بهرنیو چارو وزارت ته په لیږل شوي لیک کې همدا راز غوښتنه شوې چې د ننګرهار والي دې د کنسلګرۍ په چارو کې له لاس وهنو ډډه وکړي.

سربیره پر دې په افغانستان کې د ګاونډي هیواد پاکستان سیاسي ماموریت له افغان چارواکو غوښتي چې د دوی د کنسلګرۍ اړوند سیمه کې دې امنیت هم ټینګ کړي. په لیږل شوي لیک کې ویل شوي چې په جلال آباد ښار کې به دغه کنسلګري تر هغه پورې تړلې وي، ترڅو چې د پاکستان د سفارت د غوښتنو سره سم د امنیت په برخه کې اقدامات نه وي عملي شوي.

پاکستان په افغانستان کې د سفارت پرته د هیواد په څلورو سترو ښارونو جلال آباد، مزارشریف، کندهار او هرات کې څلور کنسلګرۍ لري. په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان سیاسي او دپلوماتیکي اړیکې تر ټولو ټیتي کچې ته رسیدلي دي او داوړه هیوادونه یو پر بل باندې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.