1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پلان لري ۳۰زره مدرسې تر حکومتي کنترول لاندي راولي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ وياند ويلي دي چې پلان لري د افراطيت ضد مبارزې کمپاین په ترڅ کې د هيواد تر۳۰۰۰۰ زياتې مدرسې تر حکومتي کنترول لاندي راولي. د پاکستان حکومت په دې برخه کې د نړيوالو له سخت فشار سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3Hg80
Madrassa in Khyber Pakhtoonkhwa
انځور: DW/F. Khan

په پاکستان کې د مدرسو عصري کول يوه حساسه موضوع ده. په دې محافظه پال اسلامي هيواد کې پر ديني مدرسو که څه هم چې د ځوانانو د افراطي کولو تور لگول کيږي خو دا د ميليونونو بې وزلو ماشومانو له پاره يوازنۍ وړيا زده کړي دي. 

د پاکستان پر نوي حکومت د وسله والو ډلو پر ضد د لاس په کار کيدو له پاره د نړيوالو له خوا فشار زيات دی. پر دې ډلو په افغانستان او هند کې د بريدونه پړه اچول کيږي. خو لومړي وزير عمران خان ژمنه کړې ده چې نور به په خپله خاوره کې دغه ډول ډلې ونه زغمي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو وياند جنرال آصف غفور د دوشنبې په ورځ وويل: «د پاکستان حکومت پريکړه کړې ده چې دغه ديني مدرسې به لکه د ښوونځيو په شان تر دولتي کنترول لاندې راوستلې شي.»

نوموړي زياته کړه: «په دې مدرسو کې به د اسلامي علومو تدريس دوام ولري خو کرکه پارونکې ويناوې به پکښې منع وي.» هغه وويل چې ديني مدرسې به د تعليم د وزارت په چوکاټ کې وي او په خپل نصاب کې به نور مضامين هم شامل کړي.

غفور زياته کړه چې حکومت به د مدرسو لگښتونه د ترهگرۍ ضد عملياتو له پاره د ځانگړې شوې بودجې څخه پوره کوي، ځکه په دې تيرو کلونو کې په ترهگریزو بريدونو کې د کمښت له وجې اوس دې عملياتو ته ډېره اړتيا نه ليدل کيږي.

تيره مياشت حکومت اعلان کړی وو چې د ۱۸۲ مدرسو کنترول یې په خپل لاس کې اخيستی دی او تر ۱۰۰ د زياتو کسانو نيول یې د منع کړل شويو ډلو پر ضد د عملياتو برخه وبلله.

جنرال آصف غفور وويل چې په مدرسو کې  د اصلاحاتو يوه گټه به داوي چې کله چې دغه ماشومان له دې تاسيساتو فارغ شي، نو د کار هماغه ډول چانسونه به ولري لکه له شخصي ښوونځيو څخه فارغ شوي چې يې لري.

 نوموړي زياته کړه: «موږ غواړو چې په پاکستان کې زور زياتی او افراطيت له منځه يوسو او دا به په هغه صورت کې کيږي چې ماشومان يو ډول تعليم ولري.»

نوموړي زياته کړه چې د نصاب، ښوونکو د مقرريو او بودجې تر حتمي کولو وروسته به د مدرسو دا اصلاحات پارلمان ته د تصويب له پاره وړاندې شي.

B.S/N.Z (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: