1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: هندي ځواکونو یو کلیوال وژلی دی

۱۴۰۲ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د دوشنبه په ورځ هندي ځواکونه د کشمیر په شخړه ایزه سرحدي سیمه کي په ډزو کولو او د یوه کلیوال په وژلو تورن کړل چی د پاکستان تر کنترول لاندي سیمه کی په بزگرۍ بوخت وو.

https://p.dw.com/p/4VQea
Indien Pakistan Grenze, indische Soldaten
انځور: AFP

د پاکستان پوځ په یوه وینا کي، هندي ځواکونه په «بې دلیلیو ډزو کولو»تورن کړي دي چي د اوربند له تړون سره په تضاد کي دي.

د هند پوځ د دوشنبې په ماښام له دغي اعلامیې سره مخالفت وکړ او وې ویل چي دغه ډزې هغه وخت رامنځته سوې، کله چي دوو یاغیانو هڅه کوله په پټه د په اصطلاح کنترول د کرښې په اوږدو کي، د هند تر کنترول لاندي کشمیر ته ورننوځي.

په وینا کي راغلي دي چي دوه شکمن کسان ټپیان سوي او یو له هغو څخه د هند ترکنترول لاندي کشمیر کي وژل سوی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ اوربند له ۲۰۲۱م کال راهیسي تر ډیره حده مراعات سوی دی. په هغه وخت کي دواړو خواوو پریکړه وکړه چي د ۲۰۰۳م کال موافقې ته ژمن پاته سي. مخکی له هغه به دغه تړون، د پوځیانو او غیر پوځیانو د وژلو پر وخت له پامه غورځول کید.

پاکستان او هند تاریخي خو ډیره ترخه سابقه لري. په ۱۹۴۷م کال کي له بریتانيا څخه د استقلال ترلاسه کولو راهیسي، دواړي خواوی د کشمیر پرسر درې ځله یو د بل په مقابل کي دریدلي او دوه ځله یې جگړه کړې ده.

کشمیر د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ ویشل سوی او دواړه هیوادونه یې پر دغه سیمه د بشپړ حاکمیت ادعا لري.

GP/NZ/AG