1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

پاکستان: له ایرانه راغلي ډیر زیارت کوونکي په کرونا اخته سوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د پاکستان پنجاب ایالت اوس د کرونا ویروس مرکز ګرځیدلی او ۴۹۷ مثبتي پيښي پکښي ثبت سوي. دا اکثره هغه کسان دي، چي ایران ته د زیارت له پاره تللي وه. په همدې حال کي ۴ ملایان د کرونا له قیوداتو څخه د سرغړوني په تور نیول سوي دي.

https://p.dw.com/p/3aEo2
Pakistan Islamabad Demonstration Schiitische Muslime
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخي پاکستان په ۱۴۰۰ مثبتو پيښو سره اوس د هندوستان په نیمه قاره کي تر ټولو ډیر له کرونا بحران سره مخامخ دي.

پاکستانئ انلایني ورځپاڼي، ډون)سحرګاه( د شنبې په ورځ رپوټ ورکړی وو، چي په دې منځ کي د پاکستان د پنجاب ایالت څلور ملایان نیول سوي هم دي، کومو چي د مسجدونو په خاطر یې پراجتماعاتو د قیوداتو بندیز نه مراعتاوه. ویل کیږي چي پنځم ملأ تښتیدلی دی.

د دې له پاره چي دکرونا ویروس مخنیوی سوی وي، د پنجاب په مسجدو کي د لمانځه پر وخت یوازي پنځه کسان اجازه لري، چي پخپله ملأ او طالب)مؤذن( هم پکښي شامل دي.

د پاکستان حکومت همدا اوونۍ له مشهورو عالمانو سره تر مشورو وروسته د مسجدو د نه تړلو فیصله وکړه. خو دا فیصله یې هم وکړه، چي د لمونځ کوونکو تر منځ فاصله باید مراعت سي او ډیر کسان پر یوه وخت د لمونځ کولو اجازه نه لري.

عیسوي پاکستانیانو بیا د کرونا ویروس د بیري څخه خپلي ټولي کلیساوي تړلي دي.