1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: «له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل یو پرمختګ دی»

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

پاکستان له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو هرکلی کړی او وايي چې دغه څه د سولې په برخه کې د پرمختګ له پاره یو مخ په وړاندي ګام دی. د رسنيو د راپورونو له مخي امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل ۷۰۰۰ سرتیري وباسي.

https://p.dw.com/p/3AYuY
Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۳ نیټه) پاکستان د امریکا د هغه اقدام هرکلی کړی چې د رسنيو د راپورونو له مخي غواړي له افغانستان څخه خپل شاوخوا ۷۰۰۰ سرتیري وباسي او دغه څه یې د سولې په برخه کې د پرمختګ له پاره د یوه ګام په توګه یاد کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام چې د راپورونو پر اساس غواړي له افغانستان څخه د خپلو ۱۴۰۰۰ سرتیرو نیمايي برخه وباسي ګڼ شمیر ډپلوماتان او همدا راز په کابل کې چارواکي حیران او ډار کړي دي. له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو د اقدام راپورونه د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه د طالبانو سره د سولې په تړاو د خبرو پرمهال مطرح کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې دغه اقدام [له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل] د سولې د هڅو له پاره مخ پر وړاندې یو ګام دی. قریشي د پاکستان په ملتان ښار کې خبریالانو ته وویل: «امریکا متحده ایالاتو [د افغانستان په هکله] خپله ستراتیژي له سره و ارزوله او بیا وروسته په ابوظبي کې [د سولې] په هکله خبرې هم وشوې، بیا وروسته په خبرو کې هم پرمختګونه وو او دا چې هر څه پرمخ روان روان دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې موږ تمه لرو چې [د افغانستان د سولې] په برخه کې به لا نور پرمختګ هم وشي.

له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل چې د [افغانستان] د سولې د خبرو د تسهیل او همدا راز د همکارۍ د چاپیریال د رامنځ ته کولو له پاره پاکستان د طالبانو ځینې زندانیان هم آزاد کړي دي.

که څه هم تر اوسه پورې طالبانو د امریکا د دغه اقدام په هکله کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی، خو د جمعې په ورځ د طالبانو جګپوړو قوماندانو د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اوسمهال د افغانستان ګڼ شمیر سیمې اداره کوي او افغان ځواکونو ته درانه تلفات اړوي.

په تیرو ورځو کې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي ښار کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سربیره، سعودي عربستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو هم ګډون درلود.

د متحده عرب اماراتو دولتي رسنۍ وام (WAM) خبري آژانس پرته له دې چې ډیر جزئیات وړاندې کړي رپوټ ورکړی چې د افغانستان د پخلاینې پروسې د بشپړولو له پاره به د خبرو بله لړۍ هم د متحده عرب اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي.