1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: زرداري ممنوع الخروج اعلان شوی

۱۳۹۷ دی ۶, پنجشنبه

داسې مهال چې نن په پاکستان کې د بې نظیر بوټو د مرګ ۱۱ کاله پوره کیږي، پاکستاني چارواکو د بوټو خاوند او د دې هیواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د پیسو د سپینولو په تور ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3AgXA
Pakistan ehemaliger Staatsoberhaupt Asif Ali Zardaris Rückkehr
انځور: DW/R. Saeed

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۷ نیټه) په داسې حال کې چې په پاکستان کې د بې نظیر بوټو د وژل کیدو۱۱ تلین لمانځل کیږي، د دې هیواد چارواکو د بې نظر بوټو میړه او د پاکستان پخوانی ولسمشر د پیسو سپینولو او د مالي فساد په تور ممنوع الخروج کړی دی.

د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چودري په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې زرداري او د هغه خور فریال ټالپور د ۱۷۲ هغو کسانو په نوملړ کې شامل دي چې د پیسو د سپینولو او د بانکونو د جعلي حسابونو په لرلو تورن دي. نوموړي همدا راز وویل چې ټول ۱۷۲ نومونه به د ممنوع الخروج کسانو په لیست کې شامل کړل شي.

Pakistan Imran Khan und Tehreek-i-Insaf-Sprecher Fawad Chaudhry
انځور: AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د پاکستان ولسمشر او د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټي مرستیال اصف علي زرداري تر دې وړاندي هم د فساد له تورونو سره مخ شوی وو او په ټول پاکستان کې د ښاغلي لس فیصده په نوم یې شهرت موندلی وو.

د پاکستان له لوري دغه اعلان داسې مهال کیږي چې اوسمهال په دې هیواد کې د زرداري د میرمنې او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژل کیدو ۱۱ تلین لمانځل کیږي. بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۷ نیټه د ټاکنیز کمپاین پر مهال په راولپنډۍ کې د یوې چاودنې او ډزو په پایله کې ووژل شوه.

د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چودري ویلي ول چې د پلټنې ګډ ټیم ځینې داسې شواهد موندلي چې له مخې یې د بانک د جعلي حسابونو له لارې د پیسو په سپینولو کې د زرداري ښکلتیا په ګوته کوي.

د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر عمران خان چې په تیر جولای میاشت کې یې د پاکستان حکومتي چارې په لاس کې واخیستې، ژمنه کړې وه چې د فساد پر وړاندې به جدي مبارزه کوي او دا چې له دې هیواد څخه غلا شوې میلیاردونه پیسې به بیرته راګرځوي.

Pakistan Asif Ali Zardari und Muhammat Nawaz Sharif
انځور: Getty Images

په عین حال کې د تیرې دوشنبې په ورځ د پاکستان پخوانی لومړي وزیر نواز شریف د مالي فساد په جرم په اووه کاله بند محکوم کړل شو.

د روان کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان یوې محکمې د پراخ فساد د څیړلو په موخه یو کمیسیون جوړ کړی څو د زرهاوو جعلي بانکي حسابونو له لارې له پاکستانه شاوخوا د ۴۰۰ ميلیونو ډالرو څرک معلوم کړي. یاد کمیسیون ویلي دي چې د فساد په دې پیښو کې شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه او افراد ښکیل دي.