پاکستان د کندهار د پیښې په تړاو تورونه رد کړل
۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبهد افغانستان د ولسي جرګې تر ټاکنو وړاندې د ټاکنو د امنیت په موخه په کندهار ولایت مقام کې یوه بریدګر تر غونډي وروسته پر کډونوالو باندي بريد وکړ چې په پایله کې یې د کندهار غښتلی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال مومن حسن خیل او د دې ولایت د ملي راډیو تلویزون یو کمره مين محمد سلیم ووژل شول.
د جنرال رازق وژني په ټول افغانستان او په نړیوۍ کي ځيني غبروګونونه را وپارول. د کندهار تر پیښې وروسته د ولسمشر غني په ګډون ځيني حکومتي او سیاسي څیرو کندهار ته سفرونه وکړل او د جنرال رازق کورنۍ ته یې د فاتحې مراسم پر ځای کړل. ولسمشر غني په کندهار کې د سفر پر مهال د جنرال رازق او د دې ولایت د ملي امنیت د مشر د هڅو او مبارزو ستاینه وکړه.
غني جنرال رازق ته د ملت د خپلواکۍ د لقب د ورکړي ترڅنګ وویل چې د جنرال رازق وژل او په ټوله کې په کندهار کې د برید پلان او طرح له هیواد څخه دباندي جوړه شوې وه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د کندهار د پیښې د عاملیو د موندلو په برخه کې د پاکستان د مرستې غوښتنه هم وکړه.
د ولسمشر غني تر دغې غوښتنې او پر پاکستان باندي د انتقادونو له کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم غبرګون ښوولی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه یاد کړي دي.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې او ثبات له پاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان یا «APAPPS» د موجودیت پر مهال د دغه راز بدمرغه پیښو د پلټنې قضیه باید د دوو اړخیزو او مؤثرو همکاریو له لارې پر مخ بیول شوې وای.
اعلامیه زیاتوي چې د دې پر ځای چې رسنیو ته پر یو بل باندې د تورونو د لګولو له پاره مراجعه وشي، له اړوند لارو چارو کار اخیستل به مناسب اقدام وو.