1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ښه نیت ښوولو له پاره ۳۰ هندي بندیان آزادوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپلې آزادۍ د ورځې په مناسبت به له خپلو زندانونو څخه ۳۰ هندي بندیان د ښه بشري نیت ښوولو په موخه آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/333J5
Gefängnis in Kohat Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Gilani

پاکستان به د سه شنبې په ورځ خپله خپلواکي ولمانځي. دغه هیواد دې ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې په ۱۴مه نیټه له هند څخه جلا او خپلواکي یې اعلان کړه. پاکستان او هندوستان د یو بل ډیر شمیر وګړي په بیلابیلو تورونو نیولي دي.

ډیر شمیر دغه کسان له دې کبله په هندوستان او پاکستان بندیان دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ له پولې اوښتې دي. نزدي ۹۰ سلنه بندیان هغه کب نیوونکي دي چې په غلطۍ سره د یوه هیواد له اوبو د بل هیواد ته ور اوښتي دي.

دغه ډول بندیان په ځینو مواردو کې د کلونو له پاره د هندوستان او پاکستان په زندانونو کې پاتیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځې په بیانیه کې راغلي دي چې د آزادیدونکو بندیانو په ډله کې نزدي ۲۷ تنه یې کب نیوونکي دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې پاکستان نه غواړي له بشري موضوعګانو څخه د سیاسي اهدافو په موخه کار واخلي او هیله څرګنده شوې ده چې هندوستان به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.