1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د چمن لار د زرونو افغانانو پر مخ خلاصه کړه

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

پاکستان د شبنې په ورځ په جزوي توګه په چمن کې له افغانستان سره سرحد د زرونو افغانانو پر مخ بيرته پرانیست. پاکستان وروسته له هغې دغه لار وتړله چې طالبانو د دغه ستراتيژيک بندر افغانستان لور سیمه ونيوله.

https://p.dw.com/p/3wcFT
Pakistan-Afghanistan Grenzkonflikt
انځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

وروسته له هغې چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د سپين بولدک بندري سیمه د افغان ځواکونو څخه ونیوله، په زرونو افغانان د پاکستان چمن ښار ته واوښتل.

په سیمه کې یوه سرحدي مامور چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ د چمن سرحد خلاصه کړ... د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۰۰۰ پورې افغانانو ته مو اجازه ورکړه چې افغانستان لور ته واوړي تر څو له خپلو کورنیو سره لوی اختر ولمانځي، په بشپړ ډول د بشر دوستۍ پر بنسټ.»

دغه مسئول وويل چې تر ماښام پورې خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې له پولې واوړي، او سبا به ممکن سرحد بیا خلاص شي.

د ځايي نیمه ملیشې یوه چارواکي، محمد طیب وويل چې دغه تصمیم د سرحد په هغه غاړه کې د حالت د نسبي ښه کیدو په دليل نيول شوی، خو لار به د تجارتي مالونو پر مخ لا هم تړلې وي.

په سیمه کې د فرانسې خبري آژانس یوه خبريال ويلي دی چې پر سرحد باندې له خلاصیدو سره سم د خلکو رش جوړ شو.

زیاته شوې چې په دغو افغانانو کې يو شمیر يې ناروغانو هم له ځانه سره درلودل چې د درملنې له پاره يې پاکستان ته بيولي وه او د لارې د بنديدو له کبله بند پاتې وه.

د کندهار اوسیدونکی ۳۰ کلن قدرت الله چې درې میاشتي دمخه یې د پاکستان په کراچي ښار کي د خپل ناروغ پلار د زړه عملیات کړی ؤ، وويل: «زه مجبوره شوم چې بیرته مې خپل پلار د چيک اپ له پاره پاکستان ته بوځم. خو وبه ګورم چې آیا بیرته به وشو کړای لاړ شو او که نه.»

پنځوس کلن محمد خان هم چي د کویټې په ښار کي کار کوي او اوس غواړي په لوی اختر کي کندهار ته ولاړ سي، غواړي تر اختر وروسته په هر صورت پاکستان ته ولاړ سي. ځکه په کندهار کي کار نلري او بیکره دی.

د فرانیې د خبري آژانس د خبریال په حواله د چمن څخه په راتلونکو کسانو کي د دوی په ډول نور ډیر کسان هم لیدل کیدله، چی غوښتل یې تر اختر وروسته پاکستان ته راسي.