1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د هند نهمه بې پيلوټه الوتکه مو را اچولې

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

د پاکستان پوځ د هند د يوې احتمالي بې پېلوټه الوتکې د ويشتلو او را اچولو ادعا کړې ده. د پوځ د عامه اړيکو ادارې په حواله په روان ميلادي کال کې دا نهم وار دی چې پاکستان د هند د «کواد کاپتر» ډرون را اچولی دی.

https://p.dw.com/p/3eUrj
Indien Pakistan Symbolbild Drohne
انځور: Imago Images/Hindustan Times/S. Khanna

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې يا آي ايس پي آر د يکشنبې په شپه ناوخته په دې اړه خبر ورکړ او ویې ويل چې د هند دا احتمالي جاسوسي ډرون يا بې پېلوټه الوتکه د کشمير لانجمنې سيمې ته داخله شوې وه. د ځايي رسنيو په حواله د هند دا بې پېلوټه الوتکه د کنترول د کرښې په تته پاني په نوم برخه کې تباه کړل شوې.

د آي ايس پي  آر په حواله په روان کال کې دا د هند نهمه بې پېلوټه الوتکه ده چې د پاکستان د پوځ له خوا ويجاړه شوې ده. پاتې دې نه وي چې د روانې جون مياشتې پر پنځمه نيټه هم د پاکستان پوځ په خانجر سيمه کې د هند يوه ډرون الوتکه ویشتلې وه.

د پاکستان د پوځ د دې عملياتو د جزياتو د ورکولو پر وخت د آي ايس پي آر له خوا وويل شول چې دا هندی کواډ کاپتر د څار يو کوچنی ماشين وو  چې د کنترول تر کرښې کابو ۸۵۰ ميتره راتیر شوی وو. د کنترول کرښه کشمير په دوو برخو ويشي او د دې کرښې يوې خوا ته پاکستاني او بلې ته هندي عسکر پر خپلو سيمو نظر ساتي.

هند تر اوسه په دې اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی. پاکستان تل په کشمير کې د هندي بې پېلوټه الوتکو د را اچولو ادعاوې کوي.

د تیر ميلادي کال په اگست مياشت کې د هند حکومت د دغه هېواد تر کنترول لاندې کشمير ځانگړی حيثيت لغوه اعلان کړ چې تر هغه وخت راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ پر پوله په نښتو کې زیاتوالی ليدل کيږي.

د روانې میلادي میاشتې په سر کې د هند سرحدي ځواکونو د کشمير د لانجمنې سيمې څو کلي په نښه کړل. څو ورځې تر مخه په همدې سيمه کې د هندي او چينايي عسکرو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنگلتيا زور واخیست.

په ۲۰۲۰ م کال کې هند تر اوسه د کنترول پر کرښه ۱۴۸۷ وارې د اور بند له اصولو سرغړونه کړې چې پکې ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۱۰۶ ټپيان شوي دي. د سويلي آسيا د دغو دوو اتومي هېوادونو ترمنځ تر اوسه د شويو دريو جگړو څخه یې دوه د هماليه په کشمير دره کې ترسره شوي.

زموږ له آرشيف څخه: