1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د غلام خان بندر لار خلاصه کړې

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

پاکستان اعلان کړی دی چې له افغانستان سره یې د غلام خان بندر لاره د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصه کړې ده. افغان سوداګر ټینګار کوي چې دا ځل دې دا لاره په دایمي توګه خلاصه پریښودل شي.

https://p.dw.com/p/4AVcm
Afghanistan | Ghulam Khan Grenzübergang nach Pakistan
په خوست ولایت کې د غلام خان بندرانځور: DW

د خوست سوداګرۍ او صنایعو خونۍ مسؤلین خبر ورکوي چې پاکستان یو ځل بیا د غلام خان بندر لار خلاصه کړې ده.

دا لار څه موده وړاندې د امنیتي اندېښنو له امله د پاکستان له لورې تړل شوې وه. د خوست سوداګر وایي چې غلام خان بندر د سوداګرۍ په برخه کې د صادراتو او وارداتو له پاره تر ټولو اسانه او لنډه لار ده.

افغان سوداګر وايي چې د دغه بندر د صادراتو او وارداتو له پاره تر ټولو لنډه او ارزانه اقتصادي لاره ده، خو باید دا ځل په دایمي توګه خلاصه پريښودل شي.

د خوست یوه سوداګر، انورافغان چې کلونه یې پر دغه لاره سوداګري کړې ده، دویچه ویله ته وویل چې د غلام خان بندر خلاصیدل دوی ته ډېره اسانتیا رامنځته کوي.

نوموړی وایي چې په پاکستان کې یې په توکو بار یو شمېر موټر بند پاتې وو: «دا لاره زموږ سوداګرو له پاره ډېره په سهولت کې ده. بندیدل یې زموږ سوداګرۍ ته سخت تاوان رسوي. دا اوس چې بنده وه، زما دوه دیش لارۍ ایسارې وې، غذایي مواد وریجې، پرچون سامان او میوه مې را بار کړې وه. چې لاره خلاصه شوه دا مې را واړول، که څو ورځې دا لار نوره بنده وای، ځینې توکي مې خرابیدل.»

د خوست یوه بل سوداګر عزیز متونوال دویچه ویله ته وویل، غلام خان بندر د دوی له پاره آرزانه او له سهولت ډکه لار ده، خو زیاتوي چې دا لار کله هم په دوامداره توګه نه ده خلاصه شوې.

متونوال وایي چې پاکستان تل په وقفه یي ډول د غلام خان لار خلاصه وي، خو هیله څرګندوي چې دا ځل دا لار د اوږده مهال له پاره خلاصه پریښودل شي.

د خوست ښار د دوکاندارانو صنفي اتحادیې یو مشر جمال تڼی هم وایي، چې د غلام خان بندر له لارې راوړل شوي سوداګریز توکي د عامه دوکاندارانو په راکړه ورکړه هم اغېز لري او بیې ورسره آرزانه کیږي.

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نواب امیرزي دویچه ویله ته وویل، له ۲۰۱۴م کال راهیسې له کله چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات پیل کړي، د غلام خان لاره زیانمنه شوې او په دوامداره توګه بنده وه، چې په ۲۰۱۸م کې د یوه توافق له مخې خلاصه شوه، خو په توافق عمل ونه شو.

نوموړی وایي، دغه توافق درې شرایط لرل، خو پاکستان نه دا چې عملي نه کړل، بلکې لار په دوامداره او وقفه یي توګه بندوي: «په ۲۰۱۸م کال کې په ځینو شرایطو سره دا لار خلاصه شوه. یو شرط دا و چې د شنبې په ورځ به عام خلک تګ راتګ کوي. دویم شرط دا و چې زموږ موټر به تر بنو او د دوی موټر به تر ګردېز او کابل پوري راځي او درېیم دا چې موټر به د هر چا خپل وي او موټروان به یو کلینر هم وي، خو متاسفانه دا یو شرط هم عملي نه شو.»

هغه وويل غلام خان بندر د هيواد د نورو بندرونو په پرتله لنډه او له سهولتونو ډکه لار ده: «د غلام خان لاره ۴۶۰ کیلو میتره د پاکستاني کراچۍ تجارتي بندر ته نږدې ده. زموږ د افغانستان هغه مالونه چې له بهر څخه د کراچۍ بندر ته راځي، ډېر په سهولت سره او په لنډه توګه له دې لارې رارسیږي.» خو اندېښنه دا ده چې پاکستان د غلام خان بندر لار تل د سیاسي ابزارو په توګه کارولي او ډېر وخت په وقفه یي توګه دا لار د پاکستان له لورې تړل کیږي.

خو ایا عام خلک پر دې لار تګ راتګ کولی شي؟

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د اوس له پاره یوازې هغه کسانو ته پاکستان ته د تګ اجازه شته، چې ناروغ وي او ناروغ ولري.

د خوست یوه اوسیدونکي جمال الدین چې غوښتل یې پر دې لار پاکستان ته ولاړ شي، خو نه دی پریښودل شوی دویچه ویله ته وویل: «اوس ښه شوه چې دا لار خلاصه شوه. زه ابله ورځ تللم او میرانشاه ته تلم، خو اجازه یې رانه کړه، یوازې هغه کسان به پاکستان ته پریښودل کیدل چې ناروغ به ول یا به ناروغ ورسره و، خو په دې شرط چې د ډاکټر نخسه به یې لرله. موږ غواړو چې عامو خلکو ته دې هم د غلام خان پر لار اجازه ورکړل شي.»

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلین وایي چې اوس د غلام خان لارې خلاصیدو سره هره ورځ له افغانستان لوري کابو څلورسوه موټر تیریږي چې د ډبرو سکاره او تازه سبزیجات پکې صادریږي او د پاکستان له لوري له درې سوه تر درې نیم سوه په سوداګریزو توکو بار موټر افغانستان ته راځي.