1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: د عملیاتو په نتیجه کې څلور جنګیالي وژل شوي

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي چې امنيتي ځواکونو د وسلوالو په یوه پټنځای د شپې مهال عملیات کړي چې په نتیجه کې یې څلور جنګیالي وژل شوي دي. پوځ زیاته کړه چې عملیات یې په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي دي.

https://p.dw.com/p/4e7SU
د پاکستان پوځ ویلي چې په ډیره اسماعیل خان کې یې د وسلوالو په یوه پټنځای عملیات کړي او څلور تنه جنګیالي یې وژلي دي.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی: د پاکستان پوځ ویلي چې په ډیره اسماعیل خان کې یې د وسلوالو په یوه پټنځای عملیات کړي او څلور تنه جنګیالي یې وژلي دي. انځور: Abdul Majeed/AFP

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر۲۶مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د ډیره اسماعیل خان په سیمه کې د شپې پرمهال د وسلوالو په یوه خوندي پټنځای عملیات کړي چې له کبله یې څلور تنه وسلوال  وژل شوي دي. پوځ په اعلامیه کې زیاته کړې چې دغه عملیات د خیبرپښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي چې په نتیجه کې یې یو شمیر وسلې، پوځي تجهیزات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان پوځ د وسلوالو کسانو پر ضد وخت ناوخت د ورته عملیاتو خبر ورکوي، خو دغه پوځي عملیات په بلوچستان کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوې پوځي اډې باندې د بلوچ آزادي غوښتونکو یا بي ال اې تر ډله ایز برید څو ساعتونه وروسته شوي دي.

د پاکستان پوځ د بلوچستان د پیښې په تړاو ویلي چې ځواکونو یې څلور تنه جنګیالي وژلي او دا چې د متقابلو ډزو په نتیجه کې یو امنیتي سرتیری هم وژل شوی دی. دغه برید چې د بلوچستان په تربت نومي سیمه کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر پوځي اډه شوی دی، د پوځ په خبره د برید په نتیجه کې نور زیان نه دی اوښتی. بي. ال. اې یا د بلوچستان آزادي غوښتونکي پوځ د دې برید مسوولیت منلی دی. دغه ډله کلونه وړاندې د پاکستان، بریتانیا او امریکا له لوري د یوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

اې. پي / خ. ح / ب.ص

پېښور کې د باړې بسونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل