1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د شپږ کلنې زينب قاتل اعدام شو

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د پاکستان د پنجاب ايالت د قصور ښار د شپږ کلنې زينب قاتل د چهار شنبې په ورځ د لاهور په مرکزي زندان کې اعدام شو. د عمران علي په نوم دغه تن پر زينب جنسي تیري کړی وو او بيا یې وژلې وه.

https://p.dw.com/p/36gFb
Pakistan Fall Zainab Ansari - Vater zeigt Bild seiner ermordeten Tochter
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د پنجاب د مرکزي ښار لاهور څخه په ترلاسه شويو بيلا بیلو رپوټونو کې ويل شوي چې د قاتل عمران علي د اعدام دا سزا په داسې حال کې نن، چهار شنبه سهار وختي (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۷ نيټه) عملي شوه چې د زينب پلار امين انصاري هم دهلته وو.

په پاکستان کې د روان کال په سر کې د زينب تر ورکيدو او بيا څو ورځې وروسته د هغې د مړي تر موندلو وروسته دا ثابته شوې وه چې نوموړې ماشومه تښتول شوې وه او بيا تر جنسي تیري وروسته وژل شوې وه. پلټونکو د زينب مړی د خځلو پر يوه ډيران موندلې وو.

د پاکستان په تر ټولو بانفوسه ايالت پنجاب کې تر دې زړه بوږنونکې پېښې وروسته خلک ډير وپاريدل او غوسه یې دومره زياته وه چې په ټول هيواد کې مظاهرې او احتجاجونه وشول.  د زينب د تښتولو پېښه د څار په یوه کامره کې ثبت شوې هم وه چې پکښې ليدل کېدل چې څرنگه مجرم عمران علي دغه ماشومه له گوتې نیولې او له ځان سره یې بيايي.

عمران علي د تحقيقاتو پر مهال اعتراف کړی وو چې هغه په ټولیزه توگه په قصور ښار او شا او خوا سيمو کې پر اتوو ماشومانو جنسي تیری کړی وو او ۵ يې وژلي وې.

د لاهور د مرکزي زندان د يوه کارکوونکي په حواله «عمران علي نن په داسې حال کې وځړول شو چې د زندان پر چارواکو سربيره د وژل شوې زينب پلار هم حاضر وو. تر دې وروسته د قاتل مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.»

د وژل شوې ماشومې پلار امين انصاري د عمران علي د مرگ سزا تر اعلان وروسته غوښتنه کړې وه چې نوموړی دې په عامه محضر کې وځړول شي. خو د لاهور سترې محکمې د نوموړي دا غوښتنه پرون، سه شنبه رد کړه او په دې توگه عمران علي نن يوازې د امين انصاري او د زندان د چارواکو په شتون کې اعدام شو.

AFP, DPA (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: