1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د روښانه پالیسۍ نشتوالي پانګوال پریشانه کړي

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

د پاکستان د اقتصاد د خربوالي له کبله د دغه هیواد پولي واحد د ډالر پر وړاندې په بې سارې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی. په بانکي سیستم کې د یوه ډالر بیه ۱۳۴ پاکستانۍ کلداري او په آزاد بازار کې ۱۳۶ کلدارو ته رسېدلي ده.

https://p.dw.com/p/36L4y
Pakistan Börse Aktivitäten
انځور: DW/R. Saeed

دغو تحولاتو ته په کتو سره نه یوازې د پاکستان سوداګر په اندیښنه کې دي، بلکې ستري کاروباري ادارې، پانګوال او واردونکي هم له خطرونو سره مخامخ دي. د پاکستانۍ کلدارې د بیې راټیټدل او د ډالرو د بیې لوړیدو ته په عام ډول د ګرانۍ د رامنځ ته کیدو په توګه کتل کیږي.

د پاکستان په څیر زراعتي هیوادونو کې چې صنعتي تولیدات يي کم وي او د صنعتي سکتور تکیه پر وارداتو وي، دا خبره پکښي یقیني وي چې کله د ډالرو بیه لوړیږي نو د اومو موادو یا واردونکو توکو بیې به هم لوړیږي. دا به د صنعتي تولیداتو بیې لوړوي او سوداګر پخپله له تاوانه د خلاصیدو له پاره ټول پیټی د رانيوونکو پر اوږو وراچوي.

د کراچۍ د سوداګرۍ خونۍ پخواني مشر هارون اګر، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د ډالر د بیې له لوړیدو سره د وارداتي توکو بیه لوړیږي. مخکې چې یو شی په سل یا ۱۲۴ ډالره واردیده اوس به یي بیه ۱۳۵ یا ۱۳۶ ډالرو ته ورسیږي. ښکاره ده چې موږ خو به هسې کار نه کوو، او د ګټې له پاره موږ د خپلو توکو بیو لوړولو ته مجبوریږو. لا تر مخه د برق او ګاز بیې دومره لوړې شوي دي چې د صنعت چلول ګران شوي دي.»

په پاکستان کې د اسعارو د راکړي ورکړي سیستم د آزاد بازار د نظام له مخې کار کوي، خو «سټیټ بینک آف پاکستان» یا د پاکستان دولتي بانک وخت په وخت د بازار ارزونه کوي. د سه شنبې په ورځ د پاکستان په بازارونو کې په لومړي ځل یو ډالر د ۱۳۷ پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې تبادله کیده.

د اقتصادي چارو پوهان وایي چې د ډالر د بیې د ناڅاپي لوړیدو مهم علت د حکومت له لوري له نړیوال وجهي صندوق (آی ام اف) څخه د پور اخیستو اعلان دی. د هغوی په خبره د دغه اعلان سملاسي وروسته د ډالر پر وړاندې د پاکستان د پولي واحد بیه له اتو څخه تر لسو فیصدو راکمه شوه.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر شاهد حسن صدیقي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «حکومت چې له ټاکنو تر مخه کومې ژمنې کړې وې، هغه اوس نه شي پوره کولای. یوازې د موټر او میښو په پلورولو د هیواد اقتصاد کې ښه والي نه رامنځ ته کیږي، د برق، ګاز او ډالر په قیمت کې د زیاتوالي له کبله هم کومه خاصه هیله نه شته، بلکې حکومت ژمنه کړې وه چې لوټل شوې شتمني به بیرته پاکستان ته راوړي، پر هغې دې عمل وکړي.»

Pakistan Börse Aktivitäten
انځور: DW/R. Saeed

د پاکستان د مالیي وزیر اسد عمر، په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې حکومت نړیوال وجهي صندوق ته د رجوع کولو پریکړه کړې ده او په دې هکله لومړي وزیر نواز شریف ته معلومات ورکړل شوي دي. د هغه په خبره لومړي وزیر له نړیوال وجهي صندوق سره د مذاکراتو منظوري ورکړې ده. د اسد عمر د وینا له مخې حکومت به د مالي اړتیاوو له مخې له آی ام اف څخه ۶ یا اووه میلیارده امریکایي ډالر د پور غوښتنه وکړي. د پاکستان مالي وزیر د دغو څرګندونو وروسته د اسعارو د ونډو په بازار کې مثبتې اغیزې تر سترګو شوې.

د پاکستان د ونډو د بازار مشر عابد علي، وایي: «د نوي حکومت له لوري د کومې واضحه پالیسې د نشتوالي له کبله ټول پانګوال پریشانه وو، خو له آی ام اف څخه د پور اخیستو وروسته په دغه ناکرارۍ کې یو څه کمی راغی. خو د ځینو ونډو بیې تر ټولو کښته سطح کې قرار لري او د ډالر بیه هم مخ پر لوړیدو ده، نو په دغسې یوه وضعیت کې بهرني پانګوال د تذبذب ښکار دي او هغوی له بازاره پیسو ایستلو ته ترجیح ورکوي.»

پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. پر نورو سربیره آی ام اف ته له سود سره د پخوانیو پورونو او همدا شان د سوداګریزو تادیو ورکړه یو ستر چیلنج دی. په دغسې یوه وضعیت کې له پاکستان سره د دې پرته بل کوم انتخاب نه تر سترګو کیږي چې حکومت له نړیوال وجهي صندوق څخه نور پور واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان مالي او اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وویل چې ولس دې باور ولري چې دی به هیواد له دغو ستونزو راوباسي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي دي چې له آی ام اف څخه پور اخیستل مجبوري وه، تر دې دمخه له سعودي عربستان، متحده عربي آماراتو او چین څخه د پورونو اخیستو خبره شوې وه خو هغوی چې په کومو شرایطو پور ورکاوه د هغې منل د حکومت له پاره ممکن نه وو.

رفعت سعید، کراچي

زموږ له آرشیف څخه: