پاکستان د ۳ مياشتو له پاره د افغان کډوالو بېرته لېږد وځنډاوه
۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبهپه اسلام آباد کي د ملګرو ملتونو د مهاجرو د ملاتړ سازمان (UNHCR) وياند ويلي دي چي پاکستان د افغان مهاجرو بېرته لېږد د درو مياشتو له پاره ځنډولی دی. دغه وياند زیاته کړې ده چي د روان ۲۰۱۸ کال د دسمبر له لومړۍ نېټي څخه بيا د ۲۰۱۹ کال تر فبرورۍ مياشتي پوري به د يخ ژمي له کبله افغانستان ته د کډوالو لېږد وځنډول سي.
د (UNHCR) اداره له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د لېږد د پروسي نظارت کوي. د دغه سازمان په وينا په پاکستان کي شاوخوا ۱،۴ میليون افغان مهاجر ثبت دي. پاکستان په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کي په افغانستان کي د جګړې پر وخت په میليونونو افغان مهاجرو ته ځای ورکړ. د پاکستان حکومت وايي چي دمګړی په دغه هيواد کي ۲،۵ میليون افغانان کډوال دي.
پاکستان د تيرو دوو کالونو راهيسي په دغه هيواد کي پر افغان کډوالو فشار زيات کړی دی. د روان ۲۰۱۸ کال له پيل راهيسي د ثبت سوو افغان کډوالو د پاته کېدو اجازه صرف د دوه يا درو مياشتو له پاره تمديديږي. پاکستان په سپتمبر مياشت کي پرېکړه وکړه چي د افغان کډوالو جبري اخراج به د ۲۰۱۹ کال تر جولای پوري وځنډوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (22.05.2018):