«د تندلارو تر انتقاد وروسته یو فلم نندارې ته نه وړاندې کیږي»
۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د «زندګي تماشه» په نوم فلم چې ډایریکټر یې سرمد کهوسټ دی، باید د جنورۍ په وروستیو کې په سینما ګانو کې نندارې ته وړاندې شوی وای.
خو د تحریک لبیک پاکستان (ټي ال پي) په نوم تندلارې ډلې په اکتوبر میاشت کې د دغه فلم د ټریلر تر خپریدو وروسته وویل چې په فلم کې پر دین د انتقاد او سپکاوي صحنې شته. په روانه اوونۍ کې په سینماګانو کې د دغه فلم د ښوولو په صورت کې تحریک لبیک پاکستان د مظاهرو ګواښ کړی وو.
د فلم جوړونکی کهوسټ په دې تړاو لګیدلي تورونه بې بنسټه بولې او وایې چې د فلم هدف دا نه دی چې مذهبي عقاید یا اعمال نقد کړي.
فعالانو او هنرمندانو هم د حکومت له لوري پر دغه فلم مؤقتي بندیز باندې انتقاد کړی دی او په دې تړاو ترسره شوي اقدامات یې «تندلارو ته د تسلیمیدو» په توګه عنوان کړي دي.
څارونکي دغه اقدام په پاکستان کې د بیان د آزادۍ د محدودولو د یوه بل ګام په توګه یادوي.